په سویس کې د جاسوسۍ د دوو مواردو تر افشا کېدو وروسته د سویس د بهرنیو چارو وزارت له روسیې غوښتي چې په سویس کې خپل جاسوسي فعالیتونه سم له لاسه بند کړي.
د سويس د بهرنيو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برن کې د روسیې سفیر سیرګي ګارمونین یې احضار کړی او د روسيې د جاسوسي فعالیتونو په اړه یې ورته خپل اعتراضونه سپارلي دي.
که څه هم خبرپاڼه کې په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي خو داسې ښکاري چې روسي اجنټانو په سپیز ښار کې هغه لابراتوار په نښه کړی چې د انګلستان په سالزبري ښار کې د روسیې د پخواني جاسوس سرګي سکریپال د وژنې لپاره (د اعصابو د فلجوونکو موادو) په اړه ازموینې یې کولې.
دغه لابراتوار د هغو وسلو په اړه هم څېړنې کوي چې د شوې ادعا له مخې د سوریې رژیم د دغه هېواد په کورنۍ جګړه کې ترې کار اخیستی دی.
په وروستيو کې د روسيې جاسوسي فعاليتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لويو لانجو سبب شوي دي. د روسيې پر استخباراتو تور دی چې د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې لاسوهنه کړې، دغه راز ويل کېږي چې مسکو په انګلستان کې د خپل پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه د لور د وژلو هڅه کړې ده. اوس تازه پرې تور پورې شوی په سويس کې يې هم استخباراتي فعاليتونه کړي دي.