ریالمي کمپنۍ خپل د سي لړۍ نوی ځیرک موبایل چې ریالمي سي۲۰ نومول شوی دی، خپلو مینه والو ته معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه ورکړل شوې او ۵ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم د مخپاڼې پاسنۍ برخه کې ځای پر ځای شوې ده. ریالمي سي۲۰ شاتنۍ برخه کې یوازې یوه ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره او یو اېل اې ډي فلش ورکړل شوی دی. دغه ځیرک موبایل به د مېډیاټېک کمپنۍ هېلیو جي۳۵ ډوله پروسېسر، ۲ ګېګابایټ رم او ۳۲ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا سره خرڅلاو ته وړاندې شي. کاروونکي د میموري کارت له لارې د فایل ثبتونې وړتیا ۲۵۶ ګېګابایټ ته لوړولی شي. دغه ځیرک موبایل کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۱۰ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. ریالمي سي۲۰ به دوو رنګونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي او بیه يې ۱۰۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.