شارپ نومې جاپاني کمپنۍ خپل نوی پیاوړی ځیرک موبایل، اکیوس ار۶، کاروونکو ته معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل د نورو پیاوړو ځانګړنو ترڅنګ پیاوړې کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل اصلي کامرې کې یو انچ سېنسر کارول شوی، چې تر دې دمه د ځیرکو موبایلونو کامرې کې کارول شوی تر ټولو ستر سېنسر دی. له دې سربېره، اکیوس ار۶ د نړۍ لومړنی پرو اېګزو اېل اې ډي ډوله مخپاڼه لرونکی ځیرک موبایل هم دی. دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۶۷ انچه مخپاڼه ورکړل شوې چې ۲۴۰ هرتز ډاینامېک ریفرېش رېټ څخه ملاتړ کوي. اکیوس ار۶ کې د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸ ورکړل شوی او ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري. شاتنۍ برخه کې یوه ۲۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره او یو ټي او اېف سېنسر هم لري. مخکینۍ برخه کې ۱۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره لري. د ګوتې نښې سېنسر د مخپاڼې لاندې ورکړل شوې او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري.