هغه کسان چې ډېر وخت د ژور خپګان له نښو نښانو سره مخ وي، په راتلونکي ژوند کې د ګردو له ستونزو سره ډېر مخ کېږي. ژور خپګان یوه داسې عامه ستونزه ده چې ډېر خلک ورسره لاس او ګرېوان دي او د همدې ناروغۍ په سبب بیا له نورو ډېرو ذهني او بدني ناروغیو سره مخ کېږي. له دې وړاندې هم د څېړنو له مخې د ژور خپګان او د ګردو په فعالیتونو کې د کمښت ترمنځ اړیکه موندل شوې وه. خو له دې څېړنې څرګندېږي چې ژور خپګان د ګردو په صحت مندو فعالیتونو تر کومه حده اغېز کوي. څېړونکي وایي چې د څېړنې په پیل کې د ژور خپګان نښې او په راتلونکو کلونو کې د ګردو په فعالیتونو کې د کمښت ترمنځ څرګنده اړیکه شته. دوی مخکې وایي چې د ژور خپګان پر ناروغانو د ګردو د ناروغیو خطر د نورو په پرتله ۱.۴ ځلې ډېر وي. د ګردو تلپاتې ناروغۍ د زړه د شریانونو له ناروغۍ، د ګردو له کاره لوېدو او د مړینې د خطر ډېرولو لپاره یو مهم عنصر تمامېږي، نو که چېرته یې د خطر ډېرولو عوامل وپېژندل شي، نو له یادو ستونزو ځان ژغورلی شو.