سامسُنګ کمپنۍ سږکال خپل د ۵جي ځيرکو موبایلونو بیه ډېره ټیټه کړه او اوسمهال تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل چې ګلکسي اې۳۲ نومېږي او ۲۷۹ امریکايي ډالره بیه لري، خرڅلاو ته وړاندې کوي. خو سامسُنګ کمپنۍ غواړي تر دې هم ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل، ګلکسي اې۲۲، خرڅلاو ته وړاندې کړي. مختلفې معلوماتي سرچینې ادعا کوي چې د ګلکسي اې ۲۲ ۵جي بیه به ۱۸۰ امریکايي ډالره وي او په دې ډول به د سامسُنګ تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل به ۴جي بڼه هم ولري. له ۵جي څخه ملاتړ کوونکې بڼه کې ۶٫۴ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه او شاتنۍ برخه کې درې کامرې ورکړل شوې دي، چې اصلي کامره يې ۴۸ مېګاپکسله وړتیا لري. ګلکسي اې۲۲ ۵جي به د مېډیاټېک کمپنۍ ډېمېنسټي۷۰۰ ډوله پروسېسر، ۶ ګېګابایټ رم او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ سره خرڅلاو ته وړاندې شي.