د ملګرو ملتونو سازمان پر يوه داسې پلان کار کوي چې له مخې به يې د يمن له جګړو ټپيان او ناروغان په الوتکو کې د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږدول کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د روغتيا د نړيوال پروګرام د يمن څانګې مشر ډاکټر نويو زاګاريا ويلي، هڅه کوي چې له يمن څخه د يوه هوايي دهلېز له لارې پر سختو ناروغيو اخته يمني وګړي د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ولېږدوي.
د زاګاريا په خبره، د ملګرو ملتونو سازمان د همدې چارې د تنظيمولو لپاره د پروګرام پر جوړولو کار کوي او تمه ده چې پر سختو ناروغيو اخته يمنيانو ته د اړينې درملنې اسانتياوې برابرې کړي.
ټاکل شوې چې دغه هوايي دهلېز به په لومړي سر کې د يوې شپږ مياشتنۍ دورې لپاره فعال وي او له لارې به يې ناروغان له يمنه بهر ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي. د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د روغتيا نړيوال پروګرام دغه چارواکي نه دي ويلي چې يمني ناروغان به دقيقاً کوم هېواد يا هېوادونو ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.
د ډاکټر نويو زاګاريا په خبره، د روغتيا د نړيوال سازمان په دغو عملياتو کې به د هغو يمني ناروغانو درملنې ته لومړيتوب ورکړل شي چې له کم خونۍ، تايرايډي ناروغيو، سرطان او په ځانګړې توګه د رحم له سرطان څخه کړېږي.
هغه ټينګار کړی چې د روغتيا د نړيوال پروګرام په دغه عملياتو کې به د هغو ناروغانو درملنې ته هم پام وشي چې د غړو پيوندولو ته اړتيا لري.
يمن له تېرو څلورو کلونو راهيسې د ايران او سعودي په نيابتي جګړو کې سوځي. دغه جګړه د يمن د دولتي ځواکونو، چې سعودي يې ملاتړ کوي، او حوثي ياغيانو تر منځ چې د ايران اخوندي رژيم يې ملاتړ کوي پر مخ بېول کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان د رسمي شمېرو له مخې د يمن په جګړو کې تر دې مهاله له ۱۰ زرو ډېر خلک وژل شوي او په زرګونو نور بېځایه شوي دي. دغه راز ويل کېږي چې د يمن ۲۲ ميليونه وګړي بېړنيو بشردوستانه مرستو ته اړتيا لري او يوازې پنځه ميليونه وګړي يې په خپله د خپلو کورنيو اړتياوو د پوره کولو جوګه دي.
تازه د ملګرو ملتونو سازمان يوه استازي مارتين ګريفيتس هڅې پيل کړې چې د يمن دولتي ځواکونه او حوثي ياغيان د سولې خبرو ته سره کېنوي او په يمن کې روانه څلور کلنه جګړه پای ته ورسوي.هغه د يکشنبې په ورځ د يمن پلازمېنې صنعا ښار ته رسېدلی چې دا مهال د حوثي ياغيانو تر کنټرول لاندې دی.