اېسوس کمپنۍ د زېنفون۸ لړۍ دوه نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړل. دغه ځیرک موبایلونه زېنفون۸ او زېنفون۸ فلېپ نومول شوي دي.
زېنفون۸
دغه ځیرک موبایل اوسنیو انډرایډ ځیرک موبایلونو په پرتله کوچنۍ مخپاڼه لري. زېفون۸ کې ۵٫۹ انچه امولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې چې ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پیاوړی پروسېسر کارول شوی او ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې له ۳۰ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې دوې کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي او ۱۲ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامرې پکې شاملې دي او بیه يې له ۶۷۰ یورو څخه پیلېږي.
زېنفون۸ فلېپ
څرنګه چې له نوم څخه یې هم ښکاري دغه ځیرک موبایل کې تاوېدونکې کامره ورکړل شوې ده. زېنفون۸ فلېپ کې ۶٫۶۷ انچه امولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې چې له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. د ځانګړي جوړښت لرلو له امله کاروونکي کولی شي همدغه کامرې د سېلفي اخیستلو لپاره هم وکاروي. د دغه ځیرک موبایل بیه له ۸۰۰ یورو څخه پیلېږي.