ریالمي کمپنۍ د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې د نارزو۳۰ لړۍ دوه ځیرک موبایلونه، نارزو۳۰ اې او نارزو۳۰ پرو ۵جي کاروونکو ته معرفي کړل او اوس يې د دغې لړۍ یو بل ځیرک موبایل، نارزو۳۰ هم معرفي کړ. نارزو۳۰ کې ۶٫۵ انچه فول اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه ورکړل شوې چې له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل کې د مېډیاټېک کمپنۍ هېلیو جي۹۵ ډوله پروسېسر، ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. نارزو۳۰ کې ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې، چې له ۳۰ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. ریالمي کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ځیرک موبایل ۶۵ دقیقو کې ٪۱۰۰ چارجېږي. شاتنۍ برخه کې ۳ کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۲ مېګاپکسله پورټرېټ او ۲ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. دغه ځیرک موبایل به په پیل کې مالیزیا کې خرڅلاو ته وړاندې شي او بیه يې ۱۹۵ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.