سوني کمپنۍ تر اوږد ځنډ وروسته ارزان بیه ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل اېکسپریا اېس۲ نومول شوی او تر ټولو وړاندې به جاپان کې خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایل کې ۵٫۵ انچه ای پي اېس اېل سي ډي ډوله مخپاڼه ورکړل شوې او له ۴جي اېل ټي اي څخه ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل کې د مېډیاټېک کمپنۍ هېلیو پي۳۵ ډوله پروسېسر، ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې او له میموري کارت څخه هم ملاتړ کوي. اېکسپریا اېس۲ کې ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې د غوره پروسېسر او کوچنۍ مخپاڼې له امله اوږدې مودې پورې د چارج ساتلو وړتیا لري. شاتنۍ برخه کې دوې کامرې لري چې ۱۳ مېګاپکسله اصلي او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. دغه ځیرک موبایل به د مې په ۲۸مه تر ټولو وړاندې جاپان کې خرڅلاو ته وړانډې شي او بیه يې ۲۲۰۰۰ جاپاني ین (تقریباً ۱۵۶۰۰ افغانۍ) ټاکل شوې ده.