یکشنبه, مارچ 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي

د اماراتو هوایي شرکت

حشمت الله نوري

جون 14, 2021
in معلوماتي
0 0

د اماراتو هوایي شرکت چې مرکزي دفتر یې په دوبۍ ښار کې دی، دا شرکت متعلق په عربي متحده امارات پورې دی او په منظمه توګه هر ورځ له دبۍ نه د ټاکل شويو اهدافو لپاره منځني ختیځ، اروپا، افریقا، هند، د اسیا حنوب او ختیځ او شمالي امریکا ته تر سره کوي، چې دا ټول پروازونه د دبۍ له نړیوال هوایي ډګر څخه تر سره کیږي.

د اماراتو هوایي شرکت په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی شرکت دی، د فلایت رادار معتبر سایت په وینا، اوسمهال یاد شرکت نږدې ۳۰۰ طیارې فعالیت کوي او لا هم ځینې نورې یې د سپارښتې او جوړولو په درشل کې دي. د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې د پروازونو په برخه کې یې ۱۸ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه او همغه وخت یې په یوه اونۍ کې د نړۍ ۷۴ هېوادونو ته ۱۳۳ ښارونو ته ۳۴۰۰ پروازونه کړي وو.

د اماراتو هوایي شرکت د نړۍ په کچه د مسافرو په لېږد کې په ۲۰۱۲ کال کې څلورم ځای خپل کړ او همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ غوره هوایي شرکت وټاکل شو.

د ماراتو هوایي شرکت د دبۍ د حکومت لخوا جوړ او لومړی پرواز یې د ۱۹۸۵ کال د ډسمبر میاشتې په ۲۵م د هند هېواد بمبي او ډیلي ته وکړ او د همدې کال په اکټوبر میاشت کې دبۍ- کراچې ته هم پروازونه پیل شول. د دغه شرکت لومړنۍ طیاره ایرباس ۳۰۰ او بله بوینګ ۷۳۷ وه، چې د پاکستان له پي اي اې څخه یې په اجاره نیولې وې.

امارات هوایي شرکت په ۱۹۹۸ کال کې ۴۰ سلنه سهم د ایر لانکا واخیست او د همدغه سرېلانکایایي شرکت مدیریت یې هم په غاړه واخیست او د تړون له مخې د نوموړي شرکت نوم هم په سرېلانکا واوښت. په اوس وخت کې امارات هوایي شرکت لومړنی شرکت دی چې خپل مسافر په یوه ناسته له اسټرالیا څخه د جان اف کندي نیویوراک هوایي ډګر ته رسوي.

د اماراتو هوایي شرکت په ۲۰۰۴ کال کې د اماراتو حکومت ته ۳۶۸ میلیون درهم ورکړل، دا په داسې حال کې ده چې یو کال مخکې دا رقم ۳۲۹ میلیون درهم و. په ټوله کې له ۱۹۹۹ کال څخه اماراتو یو میلیارد درهم عواید د دبۍ حکومت ته ورکړي دي.

سره له دې چې د دبۍ حکومت یې سهم لرونکی دی، خو لا یې هم هېڅ کوم مبلغ نه دی ورکړی، البته په لومړي قدم کې یې ۱۰ میلیون ډالره د پانګونې د تامین لپاره په داسې حال کې چې د شرکت په شروع کې ۸۰۰ میلیون ډالره پانګونه شوې وه، ورکړي دي.

په اوس وخت کې د اماراتو هوایي شرکت د یوې ډلې بهرنیانو لخوا اداره کیږي، چې دوی د لویو صنعتي شرکتو مدیریتي تجربه لري.

یاد شرکت په ۲۰۰۵ کال کې د څه باندې دوو میلیاردو درهمو چې ۷۰۸ میلیون ډالره سره برابر دي، خالص عواید تر لاسه کړي دي چې دا هم د نړۍ په کچه یوه غوره ځانګړنه ده، چې د اماراتو هوایي شرکت د کړنو په تاریخ کې ځانته ځای لري.

د ماراتو هوایي شرکت هغه ځانګړنې چې له نورو هوایي شرکتونو څخه یې دا شرکت ځانګړی کړی دی، دا دي:

یاد شرکت د نورو هوایي شرکتونو خلاف یو ساده سازماني بیرغ لري، چې کم مصرف پرې راځي او له بلې خوا اسانه پېژندل کیږي.

یاد شرکت د لګښتونو په کنټرول کې اوله خبره کوي او له اړتیا پرته ډېر مصارف نه کوي، چې په نړۍ کې د رایان ایر هوایي شرکت وروسته دویم مقام لري.

د اماراتو هوایي شرکت د نړۍ مهمو سازمانونو او ټولنو غړیتوب نه لري.

بل د دبۍ جغرافیایي موقعیت د مسافرو او د هغوی د مالونو د انتقال لپاره ډېر مهم دی. بل ښه والی یې دا دی چې د پروازونو محدودیت نشته، شپه ورځ یاد هوایي ډګر د پروازونو پر مخ خلاص دی.

د یاد شرکت ټولې طیارې سون توکي نسبت نورو ته کم مصرفوي، ځکه چې ټولې طیارې یې نوې دي.

د اماراتو شرکت د جوړېدو زیات وخت نه کیږي، نو ځکه له ځینو ستوزو لکه د کارمندانو اعتصاب، د ډېر لګښت او داسې نور سره تر اوسه نه دی مخ شوی او همدا دي چې د نړۍ د هوایي شرکتونو کې ځانته ځای لري.

د اماراتو هوایي شرکت نسبت ایربس او بوینیګ طیارو ته خپل قېمتونه ډېر ټیټ کړي وو، چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته یې ډېر عواید تر لاسه کړل او په همغه وخت کې یې ۱۵۰ طیارو دوه تړونونه لاسلیک کړل. همدا د دې سبب شو چې اماراتو هوایي شرکت د نړۍ په صنعتي مارکېټ کې ځان ته ښه ځای پیدا کړي او خلک یې ورځ تر بلې د خدماتو او د سفر د سهولتونو ستاینه کوي. یاد شرکت څه کم دوو لسیزو کې له یوه وړوکي محلي شرکت څخه د سیمې په کچه او بالاخره اوس د نړۍ د ډېرو هوایي شرکتونو جدي رقیب بلل کیږي او ډېري خلک په دې اند دي چې امارات به د نړۍ په کچه یو لوی صنعتي شرکت باندې بدل شي او هر کال د نویو طیارو د پېرولو هوډ لري او غواړي چې د هر هېواد له شرایطو سره سم ځان سمبال کړي.

نن ورځ د اروپا، اسټرالیا، ایرفرانس بریتیش او کانتاس هوایي شرکتونه، امارات هوایي شرکت ځانته جدي تهدید ګڼي، ځکه چې امارات هوایي شرکت ورځ تر بلې په نړۍ کې خپله د کار او خدماتو ساحه پراخوي او د نورو شرکتونو په نسبت د یاد شرکت نه ستړې کېدونکي هلې ځلې دا په ډاګه کوي، چې پر نورو هوایي شرکتونو د دوی اغېز لا زیاتیږي.

د اماراتو هوایي شرکت د ۱۴۲ ایربس طیارو د اخیستلو سپارښتنه کړې ده، چې وروسته له سنګاپور، ایرلاینز او کانتاس نه درېیم لوی شرکت دی. دوی تر ۲۰۱۸ کال پورې ۱۰۱ ایربس طیارې تر لاسه کړې، چې دا د نړۍ په کچه نورو هوایي شرکتونو ته د سیالۍ ښه خبر نه و، خو امارات هوایي شرکت غوښتل چې د نړۍ په کچه غوره طیارې او بهترین سهولتونه خپلو مسافرو ته برابر کړي او د همدې کال په وروستیو کې امارات هوایي شرکت ۳۶ نورو ۳۸۰ ایربس سپارښتنه هم له یاد شرکت څخه وکړه، چې ټولټال یاد تړون ۱۶ میلیاردو ډالرو ته لوړ شو او ټولې ایربس ۳۸۰ طیارې به په ۲۰۲۰ کال کې ورته سپاري.

د اماراتو هوایي شرکت د خپل برانډ د شهرت تر څنګ د سپورت ډېر ټیمونه سپانسر یا هم مالي مرسته ورسره کړې ده.

د اماراتو هوایي شرکت ځینو حوادثو ته به هم اشاره وکړه چې له جوړېدو یې تر نن پورې په تاریخ کې ثبت شوې دي.

د ۲۰۰۴ کال د اپرېل په ۱۹مه د ژوها نسبورک ښار چې په جنوبي افریقا کې دی، اې ۳۴۰ ایربس ډوله طیاره چې د پورته کېدو په حال کې وه، له خپل مسیر نه ووته او وزر یې د میدان له چراغونو سره ولګېد، خو له نیک مرغه چې ځاني تلفات یې نه درلودل.

په ۲۰۰۶ کال کې ۳۳۰ ایربس ډوله طیاره چې وین ښار ته روانه وه، له لږ ځنډ وروسته د تخنیکي ستونزو له امله یې بېړنۍ ناسته وکړه، چې له نیک مرغه ځاني تلفات یې نه درلودل.

په ۲۰۱۶ کال کې ۷۷۷ بویینګ ډوله طیاره سره له ۲۸۲ مسافرو د هند په جنوب کې چې د دبۍ په طرف روانه وه، بيړنۍ ناسته وکړه چې ځینې مسافر یې سطحي زخمي شول، خو یو اور وژونکی پکې مړ شو.

د اماراتو هوایي شرکت له تاسیس نه تر اوسه پورې ۵۰۰ نړیوالې جایزې اخیستې دي، چې ځینو ته یې اشاره کوو:

په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ غوره هوايي شرکت وټاکل شو؛ په ۲۰۱۵ کال کې یې هم د نړۍ په کچه پنځم مقام تر لاسه کړ؛ په ۲۰۱۴ کال کې یې هم د غوره ایرلاین څلورم مقام تر لاسه کړ؛ په ۲۰۱۳ کال کې یې د نړۍ لومړۍ ایرلاین وټاکل شو؛ په ۲۰۱۵ کال کې د طیارې د ننه د تفریحي وسایلو غوره ایرلاین وټاکل شو؛ په ۲۰۱۶ کال کې د لومړي کلاس ایرلاین وټاکل شو او پاتې دې نه وي چې د اماراتو هوایي شرکت خپلو مسافرو ته د خوراک او څښاک تر څنګ، د انټرنېټ سهولت چې کولای شي د ۳۵ زره فوټ ارتفاع نه د خپلې کورنۍ او ملکرو سره خبرې وکړي، ماشومانو ته د لوبو توکي، کارتوني فلمونه، د هالیووډ او بالیووډ نوي فلمونه چې هر مسافر په خپله چوکي کې ځانته سکرین لري او د روژې په مبارکه میاشت کې د مسلمانانو لپاره د روژه ماتي او پشلمي ځانګړې د خوراک بستې لري.

دغه شرکت د خپل کار د پیل راهیسې د وخت په تېرېدو سره ډېر نور کارونه هم کړي دي او افتخارات یې تر لاسه کړي دي او لا هم کوشش کوي چې د نړۍ په کچه په غوره مقام کې پاتې شي.

د کرونا ویروس په راتګ د اماراتو هوایي شرکت ۴۳۰۰ کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي.

د سنګاپور د یوه تازه جوړ شوي هوايي شرکت الوتکه په بې وقفې توګه په ۱۹ساعوتونو کې ۱۶۷۰۰ کیلومتره واټن وهي. دا په نړۍ کي لومړی تر ټولو اوږد پرواز دی.

دغه الوتکه ۶۷ بیزنس کلاس او ۹۴ د اقتصادي کلاس څوکۍ لري او په دې ترتیب سره یې د مسافرو د ارامیتا او سهولت برخې ته پام کړی دی. دغه نوې الوتکه د ایربس A350-900  په څېر د تېلو د کم مصرفه ټکنالوژۍ سمباله ده او هڅه شوې ده چې په لږو تیلو سره اوږد پرواز وکړي.

تر دې وړاندې د قطر د هوايي شرکت ۷۷۷ بوینګ ډوله الوتکې د نړۍ د تر ټولو اوږده پرواز لقب خپل کړی و. د قطر د هوايي شرکت یادې الوتکې له نیوزیلنډ څخه د قطر پلازمینې دوحې ته بې توقفه ۱۴۵۰۰ کیلومتره پرواز کړی و.

د قطر د هوايي شرکت تر اوږده پرواز وړاندې د اماراتو هوايي شرکت ایربس A380 ډوله الوتکې هم تر ټولو اوږد مزل کړی و. یادې الوتکې بې توقفه په ۱۴۲۰۰ کیلومتره مزل وهلو سره تر دې وړاندې د اوږده مزل لقب خپل کړی و.

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In