د امریکا ولسمشر به نن د ناټو له غړو هېوادونو سره پر افغانستان او نورو مسایلو خبرې کوي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې نن بايډن په بروکسل کې د ناټو له شاوخوا دېرشو غړو هېوادونو سره خبرې کوي او د بحث موضوعات یې هم افغانستان، روسیه او ځينې نور نړیوال موارد دي. امریکا به د ناټو د ځواکمن غړي هېواد په توګه له افغانستان د سرتېرو ایستلو، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي. تر دې وړاندې هم د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د ناټو د مشرانو د بحث موضوع یوه هم افغانستان ده او ددغه هېواد په اړه به مهمې پرېکړې وشي.