سامسُنګ کمپنۍ خپل د ګلکسي اېس۷ ټبلېټ ارزان بیه بڼه چې ګلکسي ټب اېس۷ اېف اي نومول شوې ده، خپلو مینه والو ته معرفي کړ. دغه ټبلېټ کې ۱۲٫۴ انچه WQXGA ډوله مخپاڼه ورکړل شوې چې اېس قلم هم لري. دغه ټبلېټ کې انډرایډ ۱۱ عامل سیستم ورکړل شوی او سامسُنګ ډېکس کاریال هم لري. ګلکسي ټب اېس۷ اېف اي به تور او نقرهيي رنګونو کې خرڅلاو ته وړاندې شي او د ۴ ګېګابایټ رم لرونکې بڼې بیه يې ۶۴۰ یورو ټاکل شوې ده. سامسُنګ کمپنۍ به د دغه ټبلېټ ۶ ګېګابایټ رم لرونکې بڼه هم وړاندې کړي. دغه ټبلېټ کې همدا راز د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۵۰جي ډوله پروسېسر کارول شوی، چې له ۵جي ټکنالوژۍ څخه هم ملاتړ کوي. ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکي دغه وړتیا د میموري کارت له لارې یو ټېرابایټ ته لوړولی شي. شاتنۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره او مخکینۍ برخه کې ۵ مېګاپکسله سیلفي کامره هم لري. دغه ټبلېټ کې ۱۰۰۹۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې.