پر ځان باور درلودل د انسان په ژوند کې یو له مهمو او اصلي مسایلو څخه دي او د ماشومانو په ژوند کې د ځانګړي ارزښت درلودونکی دی. کوښښ وکړئ چې ماشومانو ته مو پر ځان د باورۍ حس ورکړئ.
د ماشومانو د بریا یو مهم راز دا دی چې مور او پلار د خپلو ماشومانو پر ځان د باورۍ حس پيدا کولو کې ډېر زيات مهم رول لوبوي. له ماشومانو سره په نرمه او مهربانه لهجه خبرې وکړئ. د خپل ماشوم احساساتو او نظرونو ته ارزښت ورکړئ. کله چې د خپل ماشوم خوشحالیو او خپګان ته نه متوجې کیږی او کوم غبرګون نه ښیی، د هغه احساسات جدي نه نیسی او د هغه په اړه چندانې توجه نه کوی؛ بیا په راتلونکي کې له خپلو ماشومانو د بریا هېڅ تمه مه کوئ. ځکه تاسې یې ان د ژوند په لومړیو کې روحیه، جرئت، ذهن او غوښتنې محدود کړي دي. کوښښ وکړئ چې له دې او دېته ورته کړنو ځان وساتئ.
خپل ماشوم ته احترام ولرئ، په دې مانا چې خپل ماشوم ته مو ارزښت ورکړئ او هغه ته په ستایل شوو الفاظو غږ وکړئ. هیڅکله هم د دې کوشش مه کوئ چې ماشوم مو ورټی او پرې ملنډې ووهی. هېچا ته هم د دې اجازه مه ورکوئ چې ماشوم مو ورټي او یا هم پرې ملنډې ووهي، حتا داسې جملې چې(ته لا ماشوم یې) هم کولای شي ستاسې د ماشوم د رټلو سبب وګرځي. د ماشوم مو له حده ډېر مه ملاتړي کیږئ، که مو د ماشوم له حده زیات ملاتړي شی، شاید داسې احساس وکړي چې دی ډېر کمزوری دی، هڅه وکړئ چې د هغه هر څه په هغه پورې وتړئ.
د دغه کتاب لیکوال وايي، ماشوم مو له نورو سره مه پرتله کوئ. حتی ماشومان مو په خپل منځ کې هم مه پرتله کوئ، ځکه دا کار د دې لامل کیږي، چې ماشومان مو پر ځان باور له لاسه ورکړي.
د ماشوم خبرو ته مو په غور سره توجو وکړئ او د هغه پوښتنې ځواب کړئ، دا کار دوی ته د ځان ارزښت ډېروي. له فزیکي تهدید او سزا ورکولو څخه ډډه وکړئ، په سزا ورکولو، وهلو، تهدیدولو او نورې لارې د دې سبب ګرځي چې ستاسو ماشوم مو په خپل ځان باور له لاسه ورکړي او همدارنګه هېڅکله مو ماشوم په سپي، بلا او داسې نورو حیواناتو او څیزونو مه ډاروئ.
هڅول، ستاینه او انعام ورکول هیڅکله هم له یاده مه باسئ، هڅه وکړئ کله مو چې ماشوم یو ښه کار تر سره کړي، هغه وستایئ او بیا یې هم د داسې کار لپاره وهڅوئ او که کولای شی هغه ته انعام ورکړئ.
له ډېر نصیحت او لارې ښودلو نه ډډه وکړئ او هیڅکله هم خپل نظرونه په خپلو ماشومانو باندې مه تحمیلوئ، ځکه چې دا کار مو د ماشوم په ځان باور کموي.
که دا او دېته ورته نورې لارې چې په دغه کتاب کې یې په تفصیل سره یادونه شوې ده، عملي کړئ، پرته له شکه چې ستاسې ماشومان به بریالي او یو ښه راتلونکی به ولري.
مینهوال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.