چینايي کمپنۍ شیاومي خپل د چارج نوې ټکنالوژي معرفي کړه، چې ډېر کم وخت کې ځیرک موبایل ٪۱۰۰ چارجوي. د شیاومي کمپنۍ د چټک چارجولو دغه ټکنالوژي ۲۰۰ واټ هایپر چارج نومول شوی دی، چې یوازې ۳ دقیقو کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ٪۵۰ او ۸ دقیقو کې يې ٪۱۰۰ چارجوي. له دې سربېره، شیاومي کمپنۍ له چټک وایرلېس چارج ټکنالوژۍ څخه هم پرده پورته کړه. دغه ټکنالوژي له ۱۲۰ واټ چارج څخه ملاتړ کوي او یوازې ۱۵ دقیقو کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ٪۱۰۰ چارجوي. د یادونې ده چې شیاومي کمپنۍ له دې وړاندې هم د چټک چارج ټکنالوژۍ معرفي کړې وې. دغې کمپنۍ په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۰۰ واټ چټک چارج او له هغې وروسته ۲۰۲۰ کال کې د ۱۲۰ واټ چټک چارج ټکنالوژي معرفي کړه. تېر کال يې همدا راز ۸۰ واټ چټک وایرلېس چارج ټکنالوژي څخه هم پرده پورته کړه. د شیاومي کمپنۍ دغه ټکنالوژي د ځیرکو موبایلونو چارجولو په برخه کې ډېره اسانتیا رامنځته کوي.