پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

    بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

نوومبر 25, 2018
in پوهنتون
0 0

د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۱ لمریز کال کې رسماً پرانیستل شوې چې په لومړي سر کې یې یوازې یو پوهنځی (ښوونه او روزنه) درلود. دغه پوهنځي هغه مهال ټولټال شپږ ډيپارټمنټونه درلودل. د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه ځانګړې ودانۍ او نور محلقات نه لري او خپلې چارې د پوهنې وزارت په هغه تاسیساتو کې مخ ته وړي چې د دوی په واک کې ورکړل شوي دي. هغه وخت چې په اروزګان کې د لوړو زده کړو موسسې لپاره ۵۰۰ جرېبه ځمکه د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم منظوره شوه، نو په سیمه کې یې یو شمېر زورواکو مخه ونیوله چې دې پېښې د موسسې د احاطې او نورو ودانیو د جوړېدو  چارې وځنډولې، خو اوس اوس د دغې موسسې لپاره پر یو شمېر ودانیو کار روان دی چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل اسدالله نور وایي، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د دې موسسې لپاره د کرنې پوهنځی هم منظور شو چې په خپل چوکاټ کې دوه ډيپارټمنټونه لري. نور وایي، اوسمهال د اروزګان د لوړو زده کړو  موسسه دوه پوهنځي او ټولټال اته ډيپارټمنټونه لري.

دغه موسسه په دوو پوهنځیو کې ۳۳ کادري غړي یا استادان لري چې له دې ډلې یې ۱۶ تنه یې اوس په کور دننه او یا بهر د ماسټرۍ په پروګرامونو کې شامل دي. پاتې نور یې عملاً د دې موسسې په دوو پوهنځیو کې د محصلینو لپاره په تدریس بوخت دي. د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه ټولټال ۷۱ تنه اداري پرسونل لري.

د دې موسسې رییس اسدالله نور وایي، تر اوسه پورې یې له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه درې دورې او له کرنې پوهنځي څخه بیا دوه دورې محصلین  د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي چې د ټولو فارغ شویو محصلینو شمېر یې ۵۳۰ تنو ته رسېږي. نور وایي، دوی تر اوسه پورې په دې موسسه کې هېڅ ښځینه استاده، ښځینه محصله او ښځینه کار کوونکې نه لري او لامل یې هم امنیتي ستونزې، ټولنیز او سیمه ییز دودونه او عنعنات بولي. د نور په خبره، اوسمهال د اروزګان د لوړو زده کړو په موسسه کې ۶۸۵ محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې رییس وایي، تېر کال یې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه نوي محصلین جذب کړل چې په دې ډله کې یې ۱۳۰ تنه هغه محصلین دي چې تر څوارلسم ټولګي پورې یې د نورو ولایتونو په دارالمعلمینونو کې زده کړې کړې دي. دی وایي، هر کال دوی د ۷۷۰ تنه نویو محصلینو د جذب وړتیا لري.

د دې موسسې رییس وايي، د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه د اوسنیو دوو پوهنځیو لپاره مناسب کتابتون لري چې کتابونه یې تر ډېره د سیمې د خلکو، سوداګرو، مخورو او ځوانانو له خوا تیار شوي دي. دی وایي، د ښوونې او روزنې او دغه راز د کرنې پوهنځي د محصلینو لپاره یې د دوی د مطالعې اړوند کتابونه او د مطالعې ځای برابر کړی دی، خو په ټوله کې دغه موسسه کافي او مجهز کتابتون نه لري.

د نور په خبره، د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه تراوسه پورې یوازې د ورځې پوهنځي لري چې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورته راځي. نوموړی وايي، دا چې د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې خپله ودانۍ او نور تاسیسات نه لري، نو په دې برخه کې له یو لړ ستونزو سره مخ دي او نه شي کولی یوازې د دې دوو پوهنځیو ډېرو کمو محصلینو ته هم پر یو وخت یا د سهار له خوا د زده کړو زمینه برابره کړي.

د ودانیو له نشتون سره سره د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې د خپلو هغو محصلینو لپاره د لیلیې زمینه برابره کړې ده چې له نورو ولایتونو ورغلي دي. د دې موسسې رییس وایي، لږ تر لږه د ۳۰۰ محصلینو لپاره یې په یوه خصوصي ودانۍ کې لیلیه برابره کړې ده چې د ژوند اړین امکانات ورته په پام کې نیول شوي دي. دغه راز هغه محصلین چې پر شرایطو برابر دي، خو په لیلیه کې ورته د اوسېدو امکان نشته، هغوی ته بیا په میاشتني ډول بدل اعاشه ورکول کېږي.

د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه د کندهار پوهنتون یوه څانګه بلل کېږي چې تر ډېره یې اداري کارونه او په دغه موسسه کې د نویو استادانو د مقررۍ او رتبو اخیستلو چارې په دغه پوهنتون کې تر سره کېږي. د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دوی اوسمهال له کندهار پوهنتون، کابل پوهنتون او هلمند پوهنتون سره علمي اړیکې لري او په دغو پوهنتونونو کې چې کله علمي سمینارونه او ورکشاپونه دایرېږي، د دوی استادان او نور د ادارې غړي پکې برخه اخلي. د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل اسدالله نور وایي، په مالي برخه کې دوی ازاد دي، هغه بودجه چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورکول کېږي، په مناسب وخت او ځای کې یې لګوي.

پوهنمل اسدالله نور وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې د نورو پوهنځیو د منظورۍ غوښتنه کړې ده، خو دا چې دوی اوسمهال د تدریسي خونو او په ټوله کې د ودانۍ د نشتون له ستونزې سره مخ دي، نو دوی ته د نویو پوهنځیو منظوري ور نه کړل شوه. دی وایي، له نېکه مرغه اوسمهال یې د موسسې لپاره د ودانیو، تدریسي خونو، لیلیې او نورو اړینو برخو لپاره کارونه یو څه مخ ته تللي چې له بشپړېدو وروسته به د دغه موسسې لپاره د نویو پوهنځیو د منظورۍ هڅه وکړي.

د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دا چې دوی اوس خپلې ټولې اداري او تدریسي چارې د پوهنې وزارت اړوند د دغه ولایت د پوهنې ریاست په تاسیساتو کې مخ ته وړي او د پوهنځیو شمېر یې هم زیات نه دی، نو تر اوسه پورې کومې جدي ستونزې نه لري، نو کله چې دوی خپله د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې اړوند ودانیو او تاسیساتو ته ځي، کېدای شي ستونزې یې زیاتې شي او ډېرو نویو شیانو ته اړتیا پیدا کړي.

دی وایي، د پوهنځیو او محصلینو په زیاتېدو سره هرو مرو غوښتنې او ستونزې هم زیاتېږي چې پر وخت به یې د حل لپاره هڅه وکړي. اسدالله نور وایي، لوړو زده کړو وزارت ور سره د موسسې د احاطې او دغه راز له احاطې دننه د نورو اړینو تاسیساتو د جوړولو د مرستې ژمنه کړې ده. نوموړی هیله من دی چې وزارت ورسره پر وخت خپلې ژمنې عملي کړي.

که څه هم چې پوهنمل اسدالله نور د دغې موسسې د راتلونکي لپاره هیله من دی، خو د اروزګان د لوړو زده کړو موسسه لا هم ډېر خنډونه او ستونزې په مخ کې لري چې مسوولین یې باید ور سره مبارزه وکړي. دغه موسسه تر اوسه  پورې خپلې ځانګړې ودانۍ ته نه ده تللې. مجهزې تدریسي ودانۍ، اداري خونې، لابراتوارونه، کتابتون، لیلیه، جومات، طعام خوري، سپورټي میدانونه، برېښنا، انټرنېټ، اوبه، شنه ساحه او خوندي احاطه هغه څه دي چې باید دغه پوهنتون یې ولري.

د دې موسسې رییس له لوړو زده کړو وزارت او اړوند چارواکو څخه غواړي چې د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې ته جدي پاملرنه وکړي، څو په راتلونکي کې دغه ولایت هم د نورو ولایتونو په څېر یو مجهز او پر مختللی پوهنتون ولري.

Share57Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

اپریل 23, 2026

د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

اپریل 23, 2026

مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

اپریل 23, 2026

بدخشان؛ د ۲ ترافیکي پېښو له کبله ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In