انر کمپنۍ له هواوې څخه تر جلا کېدو وروسته خپل لومړنی د ګوګل په خدمتونو سمبال ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه ځیرک موبایل د جون په ۱۶مه نېټه معرفي شو. انر کمپنۍ تاییده کړې چې انر۵۰ لړۍ کې درې ځیرک موبایلونه چې انر۵۰، انر۵۰ پرو او انر۵۰ پرو پلس نومول شوي دي، شامل دي. انر۵۰ او انر۵۰ پرو کې به د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۷۸جي ډوله پروسېسر او انر۵۰ پرو پلس کې به د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸، کارول شوي وي. دغه ځیرک موبایلونه به ۵۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې اصلي کامرې، ۶٫۷۹ انچه امولېډ ډوله ستره مخپاڼه او له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه د ملاتړ وړتیا ولري. د یادونې ده چې هواوې کمپنۍ د امریکا د بندیزونو له امله د ګوګل خدمتونه نشي کارولی، خو انر چې د هواوې جلا شوې څانګه ده، د مې په میاشت کې تاییده کړه چې د انر۵۰ لړۍ ځیرک موبایلونه به د ګوګل له خدمتونو سره وړاندې شي.