ویوو کمپنۍ خپل نوی ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل وای۵۴ اېس ۵جي نومول شوی دی او د ۲۰۱۷ وای۵۳ نوې او پرمختللې بڼه ده. دغه ځیرک موبایل ۶٫۵۸ انچه اېل سي ډي ډوله اېچ ډي پلس مخپاڼه لري چې له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۴۸۰ ډوله پروسېسر، ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. دغه موبایل ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري، چې له ۱۸ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې دوه کامرې لري، چې اصلي کامره يې ۶۴ مېګاپکسله وړتیا لري. مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه موبایل د ۱۲۸ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۱۷۹۹ چینايي یوان او د ۲۵۶ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه بیا ۱۹۹۹ چینايي یوان ټاکل شوې ده.