د انسان په بدن کې تر هر څه د مخه د مغز فعالیت ته لومړيتوب ورکول کېږي. څومره چې د انسان عمر لوړېږي، په هماغه کچه د مغز فعالیت هم زیاتېږي او انسان یې په ارزښت پوهېږي. مغز د وجود امر ورکوونکې برخه ده چې سمه ساتنه یې د وجود په ټولو برخو اغېز لري، خو ځینې وختونه یې موږ او تاسې په ساتنه کې ډېره ناغېړي کوو، چې دغه څه مو ژوند له خطر سره مخ کوي. که چېرې غواړی د ژوند کولو سطحه مو لوړه شي او په ژوند کې مو له ډېرو ناخوالو مخنیوی وکړی، ښه ده چې ورځنيو عادتونو ته مو په ځیرکۍ سره پام وکړی او پوه شی چې ځینې عادتونه مو د وجود قوماندان (مغز) ته ګواښ پېښوي. د ډاکټر لایف په نوم عالم د ځینو بدو عادتونو د پرېښودلو په اړه لاندې ټکو ته اشاره کوي:
۱- لږ خوب کول
که مو خوب پوره نه وي، هغه ده چې ماغزه به مو نا ارمه وي. د پوره خوب له ګټو ټول خبر یو، خو لا هم ځینې خلک دې ته پام نه کوي او د خوب زیات وخت په ټولنیزو شبکو کې په چټ کولو یا په نورو کارونو تېروي.
که چېرې غواړی چې ښه خوب او سالم مغز ولرئ، باید هره شپه ۸ ساعته خوب وکړی. مغز په دومره وخت خوب کولو ارام پیدا کوي او دا مو روغتیا ته ډېره ګټه رسوي، خو که چېرې پوره خوب ونه کړی، د مغز سلولونه مو په یو ډول ناروغۍ اخته کېږي چې په پایله کې یې د ستړیا احساس کوی او مغز مو په وجود باندې د څارنې قوه له لاسه ورکوي.
۲- په کمپله کې د سر پټول
ځینې خلک دا عادت لري، کله چې ویده کېږي نو سر په څادر، کمپله، یا هم بړستن کې پټوي او د هوا د ورتګ لاره ورته بندېږي او په دې ډول انسان پوره ساه نه شي اخیستی، چې دا څه هم د انسان مغز ته زیان رسوي؛ ځکه چې په دې وخت کې د اکسېجن اندازه را ښکته کېږي او د کاربن ډاي اکساید د راغونډېدو لامل کېږي، نو ښه ده چې خپل سر په کمپله کې پټ نه کړو او کوښښ وکړو چې هر وخت تازه هوا تنفس کړو، تر څو مو د وجود برخو ته زیان ونه رسېږي.
۳- په ناروغ ځان کار کول
که خدای مه کړه په کومه ناروغۍ اخته یاست، له کار کولو، مطالعې او ډېر فکر کولو ډډه وکړئ، ځکه په دغه وخت کې ستاسو وجود دې ته اړتیا لري چې خپله انرژي پوره کړي او د هغه څه له ترسره کولو ډډه وکړئ چې ذهن او بدن ته زیان رسوي. که چېرې د ناروغۍ په وخت کې سخت کار وکړئ، نو معلومه ده چې مغز مو په کار کې مصروفېږي؛ حال دا چې ستاسو مغز تداوۍ ته اړتیا لري. نو په دې وخت کې ستاسو پر مغز فشار راځي. همدارنګه استراحت نه کول او مغزو ته نه ارامتیا خپله د مغزو د کمزوري کېدو سبب ګرځي او دا د دې لامل ګرځي چې ستاسو وجود له نورو ډول ډول ناروغیو سره مخ شي.
۴- سهارنی نه خوړل
سهارني خواړه هم ستاسو په روغتیا ډېر اغېز لري او که نه يي خورئ، تېروتنه کوی. له ۸ ساعته خوب کولو وروسته زموږ او ستاسو وجود خوړو ته اړتیا لري تر څو د خپلې اړتیا وړ انرژي واخلي. که چېرې سهارنی ونه خورو او خپل کارونه پیل کړو، وجود دې ته اړ کېږي چې له هغې انرژۍ څخه کار واخلي، کومه مو چې په ځان کې پاتې وي. په دې وخت کې ناراحتي، خستګي، فکر کول، هېرول او زړه تنګوالی مو مخ په لوړه ځي، نو که چېرې د سهار په پيل کې لازم خواړه وخورئ، د مغز په اراموالي کې به ډېره مرسته درسره وکړي.
۵- له خوږو خوړو ډېره ګټه اخیستل
که چېرې ګټور خواړه ونه خوری او د خوږو په مصرف کې له (شیرینیو، کچالو) ډېره ګټه واخلی او په ځانګړې توګه د سبزیو لوري ته پام ونه کړی، یو ډول مواد مو په وجود کې یوځای کېږي چې ناوړه پایلې لري. دغه حالت د بورې د جذب او د ويټامين د کمښت لامل کېږي چې په دې سره د عصبي حجرو وده کمېږي او په پایله کې د دماغ روغتيا له خطر سره مخ کوي.
۶- ډېر خوراک
کله چې وږي شوي نه یاست، نو ضرور نه ده چې خواړه وخوری. که تاسو په منظمه توګه خواړه خوری، بدن به يې په سمه توګه زېرمه کړي او که چېرې هر وخت ډېر خواړه وخوری، په پایله کې مو د ډېر چاغوالي او د دماغ د وینې د رګونو د له منځه تلو احتمال پورته ځي. غوره ده، کله چې تاسو وږي شوی، نو څومره خوړو ته چې اړتیا لری، په هماغه اندازه یې وخورئ.
۷- سګرېټ څکول
سګرېټ څکول ښه نه دي، د روغتيا او د بدن خطرونه نور هم جدي کوي. سګرېټ څکول د اکسېجن اندازه او د دماغ حجم کموي، د ځینو ناروغيو لامل کېږي. لکه الزايمر، سرطان، د تنفسي ستونزو او آن د DNA خطر پېښوي.
۸- په خرابه هوا کې تنفس کول
په تازه هوا کې ساه اخیستل وجود او په ځانګړې توګه مغز ته ډېر ګټور تمامېږي او که چېرې تاسې له ګرده ډکه هوا تنفس کړی، نو مغز ته مو زیان رسوي؛ ځکه چې د هوا د ککړتيا مؤثریت او د(neural)حجرو واک کموي.
۹- مغز په خپل حال پرېښودل
مغز پوره ساتنې او تمرین ته اړتیا لري او پرته له دې به ستړی او ناتوانه وی. کار، د کتاب لوستل، فکري لوبه، د زده کړې نوي شیان، سپورت او نور د مغز په سالمې ساتنې کې رغنده رول لري او د مغزو په لا پیاوړتیا کې مرسته کولای شي. کوښښ وکړئ چې د خپل ژوند په ورځنیو چارو کې د حساب لپاره د حساب له ماشین نه ګټه مه اخلئ. شعر یاد کړئ، نوې ژبه زده کړئ او خلاصه دا چې مغز مو په خپل حال مه پرېږدئ.