ونپلس کمپنۍ چې په مناسبه بیه لوړ ځانګړنې لرونکي ځیرک موبایلونه وړاندې کوي، غواړي خپل تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل معرفي کړي. دغه ځیرک موبایل ونپلس نورډ اېس۲۰۰ نومول شوی دی. نورډ اېن۲۰۰ به د ونپلس کمپنۍ تر ټولو ارزان بیه ۵جي ځیرک موبایل وي او بیه به يې تقریباً ۲۵۰ امریکايي ډالره وي. نورډ اېن۲۰۰ به له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه ملاتړ کوونکي ۶٫۵ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه ولري. دغه موبایل شاتنۍ برخه کې ۳ کامرې لري او د کامرو د وړتیا په اړه یې څه نه دي ویل شوي. د دغه ځیرک موبایل نورو ځانګړنو او خرڅلاو ته د وړاندې کېدو نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو دغه ځیرک موبایل به د سامسُنګ ګلکسي اې۲۲ یا اې۳۲ او د ریالمي مي۸ سره د رقابت لپاره خرڅلاو ته وړاندې شي.