غیر صحي او نامناسب خوراک د بدن ترڅنګ د ویښتو لپاره هم زیانمن وي او وده یې دروي. د خوراکي توکو کارپوهانو شپږ داسې توکي په ګوته کړي چې استعمال یې ویښتانو ته وده ورکوي. د بول نیوز د لیکنې له مخې ویل کېږي چې دغه شپږ توکي هګۍ، پالک، وچه مېوه، ګوړه، ریحان او سپیغول دي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې هګۍ په خپل جوړښت کې د ویښتانو د ودې لپاره اړین ویټامینونه لري او پالک هم یو له هغو خوراکي توکو څخه دی، چې ډېر ویټامینونه او غذایي توکي لري. د پالکو غذایي توکي د مجموعي روغتیا ترڅنګ د ویښتانو د ودې لپاره هم اغېزمن تمامېږي. پالک د فولیټ، اوسپنې، ویټامین اې او ویټامین سي په درلودلو د ویښتانو د ودې لپاره ډېر اړین وي. لکه څنګه چې د خوراکي توکو کارپوهان وایي، که چېرته دغه خوراکي توکي په خپلو ورځنیو خوړو کې استعمال شي، نو سره له دې چې ډېرې روغتیایي ګټې لري، ترڅنګ یې ویښته ځواکمنوي، ګڼوي یې او وده ورکوي.