نوکیا کمپنۍ خپل نوی نوکیا سي۰۱ ځیرک موبایل چې د دغې کمپنۍ تر ټولو ارزان بیه ځیرک موبایل دی، خرڅلاو ته وړاندې کړ. نوکیا سي۰۱ کې ۵٫۴۵ انچه اېچ ډي پلس ریزلوشن لرونکې مخپاڼه او اوکټا پروسېسر ورکړل شوی دی. دغه ځیرک موبایل یو ګېګابایټ رم او ۱۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري چې کاروونکي د میموري کارت په کارولو سره دغه وړتیا ۱۲۸ ګېګابایټ ته لوړولی شي. دغه ځیرک موبایل د انډرایډ ګو پروګرام برخه ده چې له همدې امله اکثره کاریالونه پکې ډېر لږ انټرنېټ مصرفوي او ورو انټرنېټ کې هم ښه کار کوي. نوکیا سي۰۱ کې د ګوتې نښې سېنسر نه دی ورکړل شوی، خو د څېرې پېژندلو سیستم لري. شاتنۍ او مخکینۍ برخه کې یوه یوه پنځه مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره لري، چې لږه رڼايي کې هم غوره تصویرونه اخلي. دغه ځیرک موبایل کې ۲۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې ده او بیه يې ۶۴۹۰ روبل ټاکل شوې ده.