جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي

ډېل کمپنۍ

حشمت الله نوري

جون 28, 2021
in معلوماتي
0 0

اوس ښايي په دې خبرو ډېر باوري وي چې واړه او نوي شرکتونه کولی شي ان ستر شرکتونه له ګواښ سره مخ کړي او د هغوی د پرمختګ مخه ډپ کړي یا ورسره د سیالۍ ډګر ته را ودانګي او په دې توګه ډېر هغه څه تر لاسه کړي، چې ستر شرکتونه یې نه شي تر لاسه کولی. د دنیا د رقابت موضوع عجیب حالت ته اوښتې ده، هر څوک په دې رمز نه پوهېږې یو یو چې ورباندې پوه شي بیا د نورو له کلونو زحمتونو او هڅو ډېر مخکې کېدلی شي. ډېل هم له همداسې کمپنیو یوه ده، دا یوه وړه کمپنۍ وه، دومره تاریخ نه لري، یوازې درې لیسزې وړاندې جوړه شوې؛ خو د هغو کمپنیو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي چې لسګونه کاله یې د ټکنالوژۍ په برخه کې فعالیت کړی، ان د ټکنالوژۍ بنسټګران یې بللی شو. دا شرکت د ۱۹ کلن ځوان په خلاقیت او جدیت په کار پیل وکړ، یوازې د زرو ډالرو په پانګونې پرانیستل شوی دی. ډېر ژر له دې لارې مشهور شو چې په انلاین توګه به یې کمپیوټرونه پلورل، په کمه موده کې د زرو ډالرو شرکت د میلیاردونو ډالرو په شرکت واوښت. اوس د میلیاردونو ډالرو پانګې په لرلو د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې استازولۍ لري.

ډېل کمپنۍ په ۱۹۸۴ کال کې جوړه شوې ده. بنسټ اېښودونکی یې مایکل ډېل دی. د فعالیتونه برخه یې د کمپیوټرونو د پروزو، کمپيوټرونو او د دوی تولید او پلور دی. دوی کمپیوټر جوړوي او بیا یې مستقیم د انټرنېټ له لارې پلوري. کلنی پلور یې تر ۵۶ میلیاردو ډالرو اوړي. تر اویا زره ډېر کارکوونکي کار ورسره کوي. د نړۍ په پنځسو هېوادونو کې ۸۴ استازولۍ لري. مالک او د مدیره هیئت مشر یې مایکل ډېل دی، عامل مدیر یې بیا کوین رولینز دی.

ډېل کمپنۍ د یوه ساده مفهوم پر بنسټ جوړه شوه، پر کاروونکو د کمپیوټر مستقیم پلور. سره له دې چې مایکل له ۱۹۸۴ کال مخکې په لومړي سر کې خپل کار د ورځپاڼو او نورو شیانو له پلور پیل کړی و، خو وروسته یې کار ته پراختیا ورکړه، ده به د زړو کمپیوټرونو پرزې بدلولې او په مرسته به یې کمپیوټرونه جوړول او هغه به یې پر مشتریانو پلورل. نوموړي غوښتل هر څه په مستقیمه توګه وپلوري، نو د همدې لپاره یې په انلاین نړۍ کې خدمات پیل کړل. هغه به ویل، هر څه باید د پلور له لارې پرته تر سره شي. نوموړی په دې باور و چې د محصولاتو لاس په لاس کېدل ستونزې جوړوي او مشتري هغه څه نه شي تر لاسه کولی چې تمه یې لري. د همدې لپاره یې په انلاین نړۍ کې پلور پیل کړ او کار یې هم ګټور و. مینه‌وال یې هم ډېر شول، ځکه کتل به یې چې هر څه څنګه دي، د کمپیوټر اصلیت څه دی، مشخصیات یې څه دي، قیمت یې څو دی او څنګه یې تر لاسه کولی شي. همدا و چې ډېل کمپنۍ ورځ تر بلې پیاوړې کېده او مشتریان یې ډېرېدل.

ډېل شرکت په ۱۹۸۴ کال کې د ۱۰۰۰ ډالرو پانګې له لارې خپل کار پیل کړ او د تولید ډله یې یوازې درې کسه وه. دوی به د وړو میزونو شاوخوا ته ولاړ وو، هلته به یې زاړه کمپیوټرونه خلاصول، پرزې به یې بدلولې او نوې کولې به یې. یو کال وروسته دغه کمپنۍ په خپله طرحه یو کمپیوټر بازار ته وړاندې کړ. انټل پروسسر یې درلود او سرعت یې ۸ میګا هیرټزه و. دوه کاله وروسته د دغه شرکت بریا هغه وخت پیل شوه چې خپل دفتر یې په لندن کې پرانیست او په چټکۍ یې کارونه چین، فرانسې، جاپان او کاناډا ته هم وغځېدل.

په ۱۹۸۹ کال کې ډېل لومړنی لپ ټاپ کمپیوټر بازار ته وړاندې کړ. دوی هره ورځ د پرمختګ په حال کې و، مشتریان او مینه‌وال یې ډېرېدل، د کار کوونکو شمېر یې مخ پر لوړېدو و، مدیر یې مایکل ډل هڅه کوله چې خپل فعالیتونه پراخ کړي. له خپل تاسیس اته کاله وروسته یانې په ۱۹۹۲ کال کې ډېل په دې بریالی شو چې د نړۍ په غوره ۵۰۰ شرکتونو کې ځای پيدا کړي. تر ۱۹۹۷ کال پورې ډېل شرکت تر ۱۰ میلیونو پورې کمپیوټر پلورلي وو. د شلمې پېړۍ په پای کې دغې کمپنۍ په انلاین بڼه د ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پلور درلود. دغه شرکت د کمپیوټري کمپنۍ په مینځ کې یو ریکارډ ثبت کړ او هغه دا چې په کال کې یې یو میلیارد ډالره پلور هم درلودلی و. په دې وخت کې ډېل کمپنۍ سرورونه او پرنټرونه هم پلورلي وو. هېره دې نه وي چې د نړۍ تر ټولو قوي سرورونه اوس هم د ډېل کمپنۍ دي چې تر ټولو ډېر پلور لري او د نړۍ ستر بانکونه، شرکتونه، دولتي ادارې او نور ارګانونه دغه سرورونه د خپلو کارونو لپاره کاروي.

ډل په همدې لیدلوري شرکت جوړ کړ، چې هر کاروونکي ته به مستقیم کمپیوټر رسوي. دوی غوښتل پر مشتري هغه څه وپلوري، چې دی یې غواړي. ۲۰ کاله وروسته موږ د ډېل کمپنۍ د دغه لیدلوري ګټه وینو. دغه کمپنۍ اوس هم وايي غواړو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کمپیوټرونو د تولید لومړی درجه کمپنۍ او د مشتریانو لپاره تر ټولو ښه تجربه موږ وو. مایکل اوس هم پر خپل دغه شعار ټینګار کوي:

ډېل په ډېر سرعت خپل فعالیتونه پراخ کړل، دوی هڅه وکړه چې له امریکا راووځي او په همدې ځای کې بندي پاتې نه شي. اوس د نړۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې فعالې استازولۍ لري. دوی سرورونه، کمپیوټري حافظې، انځوریز او چاپي سیسټمونه، لپ ټاپونه، ډسکټاپونه، شبکه یي محصولات، سافټ ویرونه او نور محصولات تولیدوي. مدیریتي خدمات او روزنیز خدمات هم تر سره کوي.

د شرکت لومړنی فکر همدا و چې د مشتري او تولید کوونکي تر منځ به واسطه له منځه وړو. په دې توګه نو دوی خپل محصولات ژر پلورل او په انلاین بڼه یې مشتریانو ته عرضه کول، دا کار اوس هم دوی کوي. ګټه یې څه ده، که تاسې د کمپیوټر نورو کمپنیو ته وګورئ، محصولات یې لږ تر لږه ۳۰ ورځې په ګدامونو کې پاتې کېږي او ګردش کوي. د بېلګې په توګه، د کمپک کمپنۍ محصولاتو ۶۰ ورځې په ګدامونو کې دوران درلود، خو د ډېل کمپنۍ محصولات یوازې څلور ورځې په ګدام کې وي. په دې توګه دوی د ډېرو ذخیره کولو، ډېرو کارته پورته کولو او یا نورو کمپنیو ته د ویشلو او بیا د هغوی له لارې مشتریانو ته درسولو لړۍ ختمه کړې ده. ډېری ستر شرکتونه هم چې غواړي د ډېل د محصولاتو کاروبار وکړي، په انلاین بڼه محصولات اخلي او بیا یې له ځان سره ساتي، دوی تر نن پورې هم پر مشتریانو مستقیم او انلاین محصولات پلوري چې د بریا راز یې په همدې کې دی. مایکل ډېل بیا له همدې الګو په ډېرو کارونو کې کار اخیستی، نوموړي ان خپلو مدیرانو ته ویلي چې یوازې له شاوخوا کسانو سره مه ګورئ. په دوی کې ځان مه محاصره کوئ. دی په خپله هم داسې کوي، د یوې موضوع په اړه له ډېرو سره غږېږي، هره شېبه یې له هر کارمند سره په اړیکه کې دی، هره دقیقه کوښښ کوي چې له کارکوونکو سره نږدې وي. هسک ټيټ کېږي، مستقیم هر کار تر سره کوي. هر څوک بې له کومې بهانې ان لکه خپل ملګري ته مایکل ډېل ته ورځي او خبرې ورسره کوي، خاندې ټوکې ټکالې کوي، خو خپل کار ته جدي او جدي دی.

ډېل کمپنۍ ځان ته ارزښتونه لري، یو ارزښت یې هماغه مستقیم موډل دی چې مخکې مو یاد کړ. د دغه کمپنۍ لپاره بل څه چې ارزښت لري او درناوی ورته لري، هغه مشتري دی. دوی له مشتري سره اړیکو لرلو او د هغه نظریاتو ته د درناوي لپاره ځان ژمن ګڼي. دوی یو بل اصل لري او هغه نړیوالتوب دی. دوی وايي، د نړیوالو ارزښتونو او د هغوی فرهنګ ته باید درناوی وشي. بل اصل چې ډېل کمپنۍ ورته ژمنه ده، هغه ټیمي کار دی. ډېل کمپنۍ وايي، کار به مو هله بریالی وي چې ټیم مو بریالی جوړ کړی وي. هله به مو کار بریالی وي چې ټیم مو ښه روزلی وي او ټیم ته مو ښه فرصتونه برابر کړي وي. بل اصل چې ډېل لري هغه له ودې سره مینه ده. تاسې هغه کار وکړئ چې مینه ورسره لری او هغه کار وکړئ چې بریالي کوي مو، دا د ډېل کمپنۍ لخوا وضع شوي اصول او ارزښتونه دي.

ډېل کمپنۍ تل پر خپلو مشتریانو غږ کوي چې په خپل منځ کې دې متحد او یوه ټوټه وي. پر یو بل باور ولري. رښتیني وي، قضاوت یې پر ځای او موقع وي. قوي او شجاع وي او همدارنګه خپل مسوولیتونه ومني.

ډېل کمپنۍ د خپل کار محور خپل کارکوونکي بولي. دوی خپل هر کارکوونکی د خپل ټیم غړی بولي. د شرکت پياوړتیا او قدرت یې د کارکوونکو په قوت کې نغښتی دی. د ډېل کمپنۍ هر کار کوونکی چې سهار کار ته راځي، د خپلې هغې ورځې په موخو خبر دی. دوی په یوه سم مسیر کې د تګ لپاره ژمن دي. تر اویا زر ډېر کارکوونکي یې ډېل کمپنۍ د خپل کور په څېر ګڼي. له دې ډلې نیم یې له امریکا بهر د ډېل په استازولیو کې کار کوي.

په ډېل کې د نوښتونو بنسټ ډېر ساده دی. مشتري ته غوږ ونیسه، اړتیاوې یې واوره او بله ورځ یې رفع کړه. په دې تګلاره کې ټکنالوژي او نوښت د مشتري له اړتیاوو سره سم او پر هغه متمرکز دی. دا مشتری دی څو هغه څه انتخاب کړي چې ارزښت ورته لري. دوی هر څه مشتري ته راجع کوي. ډېل کمپنۍ وايي، هغه نوښت د احترام او درناوي وړ دی چې مشتري یې قبول کړي.

د دغې کمپنۍ مالک مایکل ډېل نومېږي، هغه په ۱۹۸۴ کال کې ۱۹ کلن و چې د ډېل کمپنۍ بنسټ یې کېښود، نوموړي مشتریانو ته د مستقیمو خدماتو د وړاندې کولو له لارې د پام وړ پرمختګ وکړ. هغه پوهنتون پرېښود او غوښتل یې تر آی بي ايم ښه کمپیوټر جوړ کړي. هغه غوښتل چې د کمپیوټرونو قیمت ټیټ کړي، څو هر څوک وکولی شي کمپیوټر ولري. هغه په دې پوهېده چې له پوهنتون پرته په نړۍ کې ډېر نور داسې فرصتونه شته، چې باید په اړه یې فکر وشي. له ۱۹۹۲ کال تر ډېرې مودې پورې د نړۍ په ۵۰۰ غوره شرکتونو کې مایکل تر ټولو ځوان مدیر و. هغه خپلې کمپنۍ او کاروبار ته ډېرې هڅې کړې او تر ټولو قوي مدیر پاتې شوی دی.

ډېل کمپنۍ خپل راتلونکی داسې ترسیم کړی دی، چې نړیوالې ودې ته لاسرسی، د محصولاتو رهبري، د مشتري د تجربو د جذب لړۍ چټکول او د راتلونکي فرهنګ وده او پراختیا.

ډېل کمپنۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینه‌وال لري. سلګونه کسان یې له محصولاتو استفاده کوي. لکه مخکې مو چې هم یادونه وکړه، لپ ټاپونه، ډسکټاپونه، سرورونه، ځانګړي چاپ ماشینونه، د کمپیوټر د اړتیا وړ توکي او پرزې تولیدوي. محصولات یې تر نورو کمپنیو نسبتاً ارزانه دي، نو ځکه یې مینه‌وال هم ډېر دي.

دا ډېل کمپنۍ ده. سلګونه کسان دلته پر کار مصروف دي. دوی ته هر څه خپل کور غوندې ښکاري، وسایل، ملګري او ډېرې دوستانه اړیکې پالي. دلته د ډېل کمپنۍ ستره ودانۍ وړلاړه ده. زرګونه مشتریان او کار کوونکي له یو بل سره دلته مخامخ کېږي. د یو بل نظرونه اوري او کوښښ کوي چې ډېل کمپنۍ د دوی د خوښې شی جوړ کړي. دا کمپنۍ یو وخت یوازې یو دوکان و، چې هلته به زاړه کمپیوټرونه له سره رغول کېدل. دلته یوازې پرزې یو ځای کېدې او له هغو پرزو بل کمپیوټر جوړېدو، د کارکوونکو شمېر یې یوازې درې کسه و، څلور میزونه او څو کسان. خو اوس تر اویا زره ډېر کارکووونکي او هر کال میلیونونه کمپیوټر همدلته تولیديږي. د نړۍ ډېرو خلکو ښايي له همدې ځایه د خپلې خوښې وړ کمپیوټر تر لاسه کړی وي.

 

Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In