انر کمپنۍ غواړي خپل انر۵۰ نومي ځیرک موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړي، چې اوس يې د دغه ځیرک موبایل د کامرې تصویرونه خپاره کړي دي. دغه ځیرک موبایل به د جون په ۱۶مه معرفي شي. انر کمپنۍ د خپل دغه ځیرک موبایل د شاتنۍ برخې تصویرونه خپاره کړي، چې پکې د دغه ځیرک موبایل د کامرې ډیزاین هم په ډاګه شوی دی. دغو تصویرونو کې لیدل کېږي چې د دغه ځیرک موبایل شاتنۍ کامرې دوو دایرو ته ورته جوړښتونو کې ځای پرځای شوې دي. دغو تصویرونو کې همدا راز ښکاري چې دغه ځیرک موبایل به د اصلي کامرې تر څنګ، درې نورې کامرې هم ولري. د مختلفو افشا شویو معلوماتو پر بنسټ، د انر۵۰ لړۍ ځیرک موبایلونه به له ۱۰۰ واټ چټک چارج څخه د ملاتړ وړتیا ولري. همدا راز انر۵۰ او انر۵۰ پرو کې به د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۷۸ ډوله پروسېسر او انر۵۰ پرو پلس کې به سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر کارول شوی وي.