موټرولا کمپنۍ څو میاشتې وړاندې جي اسټایلس۲۰۲۱ نومی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ او اوس يې د دغه ځیرک موبایل ۵جي بڼه هم معرفي کړې ده. دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۸ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده. دغه موبایل د نورو ځانګړنو سربېره، ۶ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لري او د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۴۸۰ ډوله پروسېسر پکې کارول شوی دی. دغه موبایل ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې ۱۰ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې ۴ کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسله اصلي، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل، ۵ مېګاپکسله مکرو او ۲ مېګاپکسله ډېپت سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۳۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده او د جون په ۱۴مه به تر ټولو وړاندې امریکا کې خرڅلاو ته وړاندې شي.