ونپلس کمپنۍ خپل تر ټولو ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل ونپلس نورډ سي اي (OnePlus Nord CE) نومول شوی دی. دغه ځیرک موبایل کې له ۹۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه ملاتړ کوونکې ۶٫۴۳ انچه امولېډ ډوله مخپاڼه ورکړل شوې ده. ونپلس نورډ اېس اي به ۶//۸/۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې ولري. دغه ځیرک موبایل کې ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې ۳۰ واټ ډش ۳۰ټي چټک چارج ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوي او یوازې ۳۰ دقیقو کې ۷۰ سلنه چارجېږي. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۷۵۰ ډوله پروسېسر هم کارول شوی دی. د دغه ځیرک موبایل ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۲۹۹ یورو، ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۲۹ یورو او د ۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه بیا ۳۹۹ یورو ټاکل شوې ده.