د اوړي په موسم کې د ګرمۍ سختې څپې د هغه سیمې خلک ډېر اغېزمنوي، چې هوا یې ګرمه وي، خو ورسره څنګ کې روغتیایي کارپوهانو ځینې لارښوونې هم کړې، چې په مرسته یې له ګرمۍ ځان خوندي ساتلی شو. د ډېرې ګرمۍ پر مهال ډېرې اوبه وڅښئ او ترڅنګ یې سبزیجات او مېوې استعمال کړئ. د ګرمۍ په موسم کې له ناروغیو څخه د خوندیتوب لپاره د نیمو لسټونو لرونکې جامې اغوستل پوستکی اغېزمنوي. نرمې جامې واغوندئ، د کاټن لباس غوره کړئ او د لمر له وړانګو د ژغورنې لپاره د لمر ضد عینکې وکاروئ. د بدن د تازه ساتلو لپاره اوبه وڅښئ، خو له کافین لرونکو توکو ځان وساتئ، ځکه چې کافین لرونکي توکي له بدن څخه په ډېره اندازه اوبه خارجوي او په ګرمۍ کې له کوره بهر مه وځئ. پوره خوب وکړئ، که بدن مو ستړی وي، نو ګرمي یې ډېر اغېزمنوي. که چېرته ګرمۍ ووهلی، نو ډېرې اوبه استعمال کړئ، له ګرمۍ ځان وساتئ، که بې هوښي درباندې راتله، نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.