ریالمي کمپنۍ د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې په چین کې خپل پیاوړی ځیرک موبایل ریالمي جي ټي ۵جي معرفي کړ، چې پیاوړې ځانګړنې او ارزانه بیه يې لرله. اوس ریالمي کمپنۍ خپل دغه ځیرک موبایل نړیوالو بازارونو ته وړاندې کوي. دغه ځیرک موبایل ۶٫۴۳ فول اېچ ډي پلس ریزلوشن لرونکې مخپاڼه لري چې له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ او ۳۶۰ هرټز ټچ سمپلېنګ څخه هم ملاتړ کوي. ریالمي جي ټي ۵جي کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر، ۸/۱۲ ګېګابایټ رم او ۱۲۸/۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. دغه موبایل ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري چې له ۶۵ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي، ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېڼګل او ۲ مېګاپکسله مکرو کامرې پکې شاملې دي. دغه موبایل مخکینۍ برخه کې ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه ۳۶۹ یورو او ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرونکې بڼې بیه یې بیا ۴۹۹ یورو ټاکل شوې ده.