کورنیو چارو وزارت وایي چې په یو شمېر سیمو کې امینتي او دفاعي ځواکونه د ولسوالیو له مرکزونو څخه په مؤقت ډول بل ځا ته لېږدول شوي دي او دا د سقوط مانا نه لري. د یاد وزارت ویاند طارق ارین زیاته کړې چې یو شمېر ولسوالیو څخه امنیتي ځواکونه بل ځای ته تللي دي او د سقوط اوازې یې سمې نه دي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو له تېرې شپې راهیسي د ځینو ولسوالیو د سقوط ادعا کړې ده. د ویلو ده چې طالبانو د کندهار د پنجوايي، د پکتیکا د زېړوک او د بدخشان د کوفاب، ارګو او کوهستان ولسوالیو د نیولو خبره کړې ده.