موټرولا کمپنۍ د ۲۰۲۱ کال په پیل کې له یوې برېتانوۍ کمپنۍ سره چې کلک ځیرک موبایلونه جوړوي، تړون لاسلیک کړ او اوس د همدغې کمپنۍ په مرسته يې خپل لومړنی کلک ځیرک موبایل موټرولا ډیفي۲۰۲۱ مینهوالو ته معرفي کړی. دا د موټرولا کمپنۍ لومړنی ځیرک موبایل دی چې اوبه، د تودوخې درجه او غورځېدل پرې هېڅ کوم اغېز نه لري. دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۵ انچه اېچ ډي پلس ډوله مخپاڼه او ګوریلا ګلاس وېکټس کارول شوی دی او د تودوخې له -۲۵ څخه تر +۵۵ درجو کې هم کار کوي. ډیفي۲۰۲۱ د ډراپ پروف ځانګړنه هم لري. یانې له ۱٫۸ متره لوړوالي څخه غورځېدل به هېڅ کوم اغېز پرې ونه لري. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۶۶۲ ډوله پروسېسر، ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې. شاتنۍ برخه کې درې کامرې لري چې ۴۸ مېګاپکسل اصلي، ۲ مېګاپکسل مکرو او ۲ مېګاپکسل ډېپت سېنسر پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۳۶۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.