زردالو د اوړي موسم هغه مېوه ده چې بې شمېره روغتیایي ګټې لري. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې زردالو د نوې وینې په جوړولو کې مهم رول لوبوي او ډېر کسان د زردالو زړی هم ماتوي او په شوق سره یې خوري، ځکه چې د زردالو زړی د بادامو په څېر خوند لري؛ خو نن ورځ مو د دې مېوې د زړو له تاوانه خبروو. په دې اړه پوهېدل ډېر اړین دي چې د زردالو زړی د ایمګډالن لرونکی وي چې بدن ته په تلو سره د سایناییډ زهرو شکل خپلوي او ډېر خوراک یې د مړینې سبب کېږي. له دې پرته د زردالو د زړي خوراک نورې ستونزې هم رامنځته کوي، چې د سر ګرځېدل، زړه بدوالی، کانګې کول او شریانونو ته زیان رسول هم په دې نوملړ کې ځای لري. خو د زردالو د زړو په اړه په عام ډول دا هم ویل کېږي چې دا دې سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ډېر ګټور وي.