اروپايي ټولنې له قحطۍ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د دېرش میلیونه ډالر مرستې اعلان کړی دی. د اروپايي ټولنې د کمیسیون ویاند بلاز اویواري په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې وچکالي مخ پر زیاتېدو ده او د شاوخوا یوولس میلیونه افغانانو د خوړو د خوندیتوب له کمښت سره مخ دي. اروپايي ټولنې ویلي دوی له قحطۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته دېرش میلیونه ډالر ورکوي څو اړمونو په تېره هغه درې میلیونه وګړو ته خواړه ورسوي چې د قحطۍ له امله د خوړو له کمښت سره مخ دي. اروپايي ټولنې ویلي چې دوی به په بشري برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. اروپايي ټولنې داسې مهال دغه مرستې اعلان کړې چې په افغانستان کې روانو جګړو او وچکالۍ ګڼ افغانان ځپلي دي او دې مسئلې سختې اندېښنې پارولې دي.



































