د افغانستان بانک رييس وايي، پر ايران د امریکا د وروستيو بندیزونو له کبله دغه هېواد ته د ډالرو قاچاق زيات شوی او له کبله يې د افغانيو ارزښت را لوېدلی دی.
که څه هم د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول ډالرو، پر وړاندې د افغانيو د بیې را ټيټېدو خلک اندېښمن کړي، خو د افغانستان بانک ريیس خلیل صدیق وايي، افغانۍ لا هم د ګاونډیو هېوادونو د پولي واحد په پرتله خپل ارزښت ساتلی دی.
خلیل صدیق پرون د مشرانو جرګې عمومي ناستې ته وويل چې د ډالرو بیه په دې وروستیو کې ځکه لوړه شوه چې پر ایران د امریکا له لوري بندیزونه ولګول شول او دغه هېواد ته له افغانستانه د ډالرو قاچاق پیل شو.
صديق وايي: «په تېرو دوو میاشتو کې کوم فشارونه چې پر افغانۍ راغلي هغه مهال وو چې امریکا پر ایران بندیزونه ولګول او له اټومي تړونه بهر شو، تاسې ته معلومه ده چې موږ له ایران سره نږدې سوداګریزې اړيکې لرو او نږدې تر دوه میلیارده ډالرو واردات لرو، نو که تاسې وغواړی یا ونه غواړئ پر ایران بندیزونه به پر افغانستان هم خپلې اغېزې ولري او نه شو کولای چې له دغه کړکېچه ځان خوندي کړو، خو دایمي حللاره یې د امنيت ټينګښت، ثبات او د خلکو د اعتماد راخپلول دي».
نوموړي وویل، ایران ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي لپاره امنیتي ادارو ډاډ ورکړی چې د مخنیوي لپاره به یې جدي ګامونه واخلي.
صدیق وايي، د افغانستان بانک د نرخونو د ثبات لپاره ډالر لیلام کوي او د وارداتي انفلاسیون مخه نیسي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ یو ډالر د افغانیو پر وړاندې له ۷۴ نه تر ۷۷ افغانیو پورې پورته شو، خو اوسمهال له ۷۵ افغانیو سره تبادله کېږي.
د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړېدل کومه نوې خبره نه ده، بلکې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت په بې ساري توګه لوړ شوی او په ځانګړي ډول د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته له ۵۵ افغانیو نه تر ۷۷ پورې پورته شوی دی.
سناتور ګل احمد عظیمي وايي، تر اوسه داسې یو سیستم نه دی رامنځته شوی چې پولي ثبات کنټرول کړي.
عظیمي زیاته کړې: «واقعاً د ډالرو ارزښت د افغانیو په مقابل کې د افغانستان خلکو ته یو ټکان ورکړ، پنځه یا څلور افغانۍ ډېره غټه ستونزه خلکو ته جوړوي، تاسې د یو ښوونکي یا د حکومتي مامور معاش په پام کې ونیسئ دا یوه غټه ستونزه ده، خو د نورو عواملو تر څنګ یو عمده لامل دا دی چې تر اوسه د پولي ثبات د کنټرول لپاره سیستم نه دی رامنځته شوی».
له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه داوود نیازی وايي، د دې لپاره چې د افغانیو ټیټه بیه د خلکو په اقتصاد او ورځنیو چارو ناوړه اغېز ونه کړي باید کورني تولیدات ډېر او واردات کم شي.
دی وايي، که دا ارزښت ونه ساتل شي د بېوزلۍ د کچې لوړېدو او د پیسو پړسوب ته زمینه برابرېږي.