د جرمني مشهوره کمپنۍ چې د ځیرکو موبایلونو کامرې يي جوړولې، تازه یې مینهوالو ته خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کړی. دغه ځیرک موبایل لایټز فون۱ نومول شوی دی. دغه ځیرک موبایل جاپان کې معرفي شوی دی او بیه يې ۱۷۰۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده. دغه ځیرک موبایل ۶٫۶ انچه اولېډ ډوله مخپاڼه لري چې له ۲۴۰ هرتز ریفرېش رېټ څخه هم ملاتړ کوي او ۵۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري. لایټز فون۱ کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر، ۱۲ ګېګابایټ رم او ۲۵۶ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. د دغه ځیرک موبایل تر ټولو غوره ځانګړنه د کامرې یو انچ ستر سېنسر لرونکې ۲۰٫۲ مېګاپکسله کامره لرل دي، چې اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو ستره شاتنۍ کامره بلل کېږي. دغه موبایل مخکینۍ برخه کې ۱۲٫۶ مېګاپکسله سېلفي کامره هم لري.