له شک پرته چې اېټالیا د سیل او چکر لپاره خورا جذاب او ښایسته ځایونه لري. د اېټالیا ښارونه د خپلې تاریخي مخینې، ښکلي طبعیت او جذابو ځایونو له کبله چې د ځنځیر د کړیو په څېر یو پر بل پسې نښتي دي، نړیوال شهرت لري. نن غواړو تاسو ته د اېټالیا د مشهورو او جذابو ښارونو او دغه راز د هغو ځایونو په اړه معلومات درکړو چې د سیل او چکر لپاره خورا مناسب دي.
۱- روم
د روم ښار چې د اېټالیا پلازمېنه ده، د خپلو تاریخي اثارو، زړو کلیساوو، ښکلو ابشارونو، موزیمونو او د رنسانس دورې پورې اړوند ودانیو په درلودو سره خورا مشهور دی. نوی روم بیا هغه ښار دی چې له شور او ځوږ څخه ډک دی. ښکلي سوداګریز مرکزونه، هوټلونه او رسټورانټونه لري. د روم ښار شپه او ورځ له خلکو ډک وي او تګ راتګ پکې ښه زیات دی. که روم ته ولاړی، لږ تر لږه درې ورځې په دغه ښار کې پاتې شئ او هڅه وکړئ چې د نړۍ کوچني هېواد واتیکان ته هم سفر وکړئ چې د پخواني روم په زړه کې اباد شوی دی.
۲- وینز
وینز چې په اېټالیوي ژبه کې ورته Venezia وایي، د اېټالیا په شمال ختیځه برخه کې پروت هغه ښار دی چې د ختیځې او لوېدیځې اېټالیا ترمنځ پل هم بلل کېږي. دغه ښایسته ښار د اوبو په منځ کې ودان شوی دی. وینز د اېټالیا هغه ښار دی چې تر ټولو انتیکې ودانۍ لري او په کلني ډول ترې ګڼ شمېر سیلانیان لیدنه کوي. دغه ښار په خپل زړه کې ګڼ موزیمونه او تاریخي ودانۍ لري چې په لیدلو ارزي. تر ټولو په زړه پورې خو دا ده چې د دې ښار په منځ کې د کښتیو تګ راتګ د ښار ښکلا څو برابره کړې ده.
۳- فلورانس
فلورانس چې په اېټالیوي ژبه ورته Firenze وایي، د اېټالیا هغه ښار دی چې د رنسانس دورې هنر، نجاري او معماري په کې خپل اوج ته رسېدلې وه. په فلورانس ښار کې ګڼې مجسمې ودانې شوې دي. د دغه ښار بل جذابیت په دې کې دی چې د مدیچي کورنۍ ګڼ باغونه او ودانۍ پکې دي چې پېړۍ پېړۍ یې په اېټالیا کې حکومت کړی دی.
۴- مېلان
مېلان چې په اېټالیوي ژبه کې ورته Milano وایي، د اروپا تر ټولو بډای ښار دی. مېلان نن سبا د نړۍ د تر ټولو مډرنو سوداګریزو مرکزونو، رسټورانټونو او هوټلونو په درلودو سره د هغه ښار په نوم پېژندل کېږي چې ژوند ډېر په چټکۍ پکې روان دی او ورځ تر بلې عصري کېږي.
۵- ناپل
ناپل چې په اېټالیوي ژبه کې ورته Napoli وایي، د اېټالیا بل مشهور ښار دی. دغه ښار د روم ساحل په جنوبي برخه کې موقعیت لري. که څه هم چې په دغه ښار کې ډېره بیارغونه شوې ده، خو خپل پخوانی جوړښت یې لاهم ساتلی دی. دغه ښار په خپل زړه کې ګڼې تاریخي او هنري زېرمې لري.
۶- ورونا
د ورونا ښار په دوو شیانو ډېر مشهور دی. یو د (رومیو او ژولیت) د مینې په کیسه او بل د ورونا (Arena di Verona) په لویې نندارې. که اېټالیا ته مو سفر وکړ، د دغه هېواد په شمال کې مو د دغه ښار لیدل هېر نه شي.
۷- تورین
مول آنتونلیانا د تورین ښار تر ټولو مشهور او معلوم سمبول دی چې نوم یې هم د همدغه سمبول یا نښان له جوړوونکي الساندرو آنتونلي څخه اخیستل شوی دی. تورین چې په اېټالیوي ژبه کې ورته Torino وایي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځه برخه کې پروت او د (پیه مونټه) ولایت مرکز دی. دغه ښار یو تاریخي مرکز هم بلل کېږي چې ګڼ شمېر موزیمونه او تاریخي ځایونه هم لري.
۸- بولونیا
بولونیا د شمالي اېټالیا د امیلیا رومانیا په سیمه کې تر ټولو لوی ښار دی. دغه ښار د ګڼو نعمتونو، ښکلا او ځانګړې اشپزۍ له کبله خورا مشهور دی. سړکونه یې په ونو پوښل شوي دي. همدا لامل دی چې په دې ښار کې پلی تګ ان په باراني موسم کې هم په زړه پورې دی. د اروپا تر ټولو پخوانی پوهنتون (بولینا) هم په دې ښار کې دی.
۹- جنوا
جنوا د اېټالیا جنوبي څنډه او د دغه هېواد اصلي بندر دی. دغه بندري ښار په ۲۰۰۴ ز کال کې د اروپا د فرهنګي پلازمېنې په نوم هم ونومول شو. له ۲۰۰۴ ز کال وروسته دغه ښار د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو د اوسېدونکو پام ځان ته واړاوه. اوس په کلني ډول زرګونه کسان له دغه ښار څخه لیدنه کوي چې د عوایدو یوه ښه سرچینه بلل کېږي.
۱۰- پروجا
پروجا د اومبر ناحیې مرکز دی. د دغه ښار تاریخچه چې دفاعي دېوالونو پوښلی دی، له میلاد څخه مخکې نهمې پېړۍ ته ورګرځي. د پروجا ښار د یوې لویې ډبرینې غونډۍ پر سر ودان شوی دی چې کولی شی له دې غونډۍ څخه لاندې له ښکلي شنه طبیعت څخه خوند واخلئ. دغه ښار دوه لوی پوهنتونونه هم لري چې یو یې یوازې د اېټالیوي ژبې زده کړې او ادبیاتو ته ځانګړی شوی دی.