فیسبوک د غږیزو خبرو اترو مشهور کاریال، کلب هاوس ته ورته خدمتونه معرفي کړل. د فیسبوک دغه نوې ځانګړنه اډیو رومز نومول شوی دی. فیسبوک کمپنۍ د دغه اډیو رومز تر څنګ د پوډکاسټس سټریمېنګ ځینې ځانګړنې هم معرفي کړې. دغه ځانګړنې به تر ټولو وړاندې امریکا کې کاروونکو ته وړاندې شي. اډیو رومز په اصل کې کلب هاوس او د ټوېټر اسپېسز ته ورته دی. د دغې ځانګړنې په مرسته غږیزې خبرې اترې په ژوندۍ بڼه خپرېدلی شي او د روم کوربه بحثونو لپاره نورو خلکو ته هم بلنه ورکولی شي. دغه ځانګړنه د فیسبوک لپاره ډېره مهمه ده او خپل کاریال کې به له سټوریز څخه پاسنۍ برخه کې يې ځای پر ځای کړي. اوسمهال یوازې د فیسبوک تصدیق شوي حسابونه د اډیو روم جوړولو اجازه لري، خو د فیسبوک ټول کاروونکي د هغوی غږ اورېدلی شي.