روانې جګړې به پر سوداګرۍ پراخ منفي اغېز وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزی وایي دمګړی د افغانستان پر ډېری سوداګریزو لارو او ځينو بندرونو طالب وسله وال حضور لري چې دا چاره پر سوداګرۍ او بازارونو منفي اغېز کوي. دده په خبره سوداګر اړ کېږي چې دوه ځایه مالیه ورکړي او دا چاره پر بازار مستقیم منفي اغېز کوي او د نرخونو د لوړېدو سبب ګرځي. د افغانستان د سوداګرۍ خونو مسوولین د جګړې پر ښکېلو لورو غږ کوي چې خصوصي سکتور دې نه زیانمنوي، افغان سوداګرو ته دې ګواښونه نه جوړوي ځکه زیان یې عام ولس ته اوړي او په هېواد کې به د سترو ستونزو لامل شي.



































