مایکروسافټ کمپنۍ د جون په ۲۴مه د خپل عامل سیستم نوې بڼه وېنډوز۱۱ معرفي کړ. وېنډوز۱۱ به د ۲۰۲۱ کال په پای کې کاروونکو ته وړاندې شي او د وېنډوز۱۰ کاروونکي کولی شي دغه نوې او پرمختللې بڼه په وړیا ډول ښکته او انسټال کړي. وېنډوز۱۱ د پخوانۍ بڼې په پرتله ډېر غښتلی دی او د وېنډوز۱۰ په پرتله غښتلي پروسېسر او ډېر رم ته اړتیا لري. تر دې هم مهم د TPM 2.0 لرل دي او کاروونکي هغو لپټاپونو او ډسکټاپونو کې چې TPM 2.0 نه لري وېنډوز۱۱ نشي انسټالولی. کاروونکي به همدا راز د وېنډوز۱۱ هوم اېډېشن ښکته کولو لپاره انټرنېټ او مایکروسافټ برېښنالیک ته اړتیا ولري. یو ګېګا هرټز پروسېسر ته لږ تر لږه ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا لرل هم اړین دي. په وېنډوز۱۱ کې به یوزر انټرفېس، سټارټ مېنیو او نور ډېر څیزونه له وېنډوز۱۰ سره توپیر ولري او تر ډېره وېنډوز۱۰ اېکس ته ورته دی. وېنډوز۱۱ کې هڅه شوې چې د دغه عامل سیستم کارول نور هم اسانه او ساده کړل شي.