ډېری خلک په دې نه پوهېږي چې د بدني او ذهني روغتیا تر منځ توپیر شته او که څنګه، بلکې دغه دواړه یو ګڼي، خو داسې نه ده او دواړه حالتونه سره واضح توپیر لري. ډېری خلک ذهني ناروغۍ تر ډېره جدي نه بولي او همدا سبب دی چې له دغه ډول ناروغیو څخه ناخبره یو، نو د دې لپاره چې ذهني روغتیا مو سمه او ښه وي، نو لومړنی شرط دا دی چې باید په بدني توګه ښه واوسو. کله چې یو څوک خپل یا د بل ذهني حالت ته اهمیت نه ورکوي یا یې ورکول نه غواړي، نو ډېرې ناوړه پایلې به ولري. د بېلګې په توګه، تاسې هیڅکله د سرطان ناروغ ته نه وایئ چې دا ټول ستاسې د دماغو لوبه ده، ډېر فکر مه کوئ، داسې هیڅ هم نشته. کله چې تاسې دغه جمله هغه ناروغ ته ووایئ چې د سرطان ناروغي لري، نو ډېره ګټوره تمامېږي او موږ باید له ذهني ناروغانو سره هم همدا ډول چلند وکړو.