د چین د ځیرکو موبایلونو کمپنۍ د غوره ځانګړنو او ارزان بیه ځیرکو موبایلونو وړاندې کولو لپاره میلیونونه مینهوال لري، خو اوس دغه کمپنۍ د چټک چارج په برخه کې هم سره رقابت کوي. اوس انفېنېکس نومې یوې چینایۍ کمپنۍ داسې یو ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړی، چې یوازې ۱۰ دقیقو کې په بشپړه توګه چارجېږي. انفېنېکس کانسپټ فون۲۰۲۱ کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې، چې له ۱۶۰ واټ چټک چارچ څخه ملاتړ کوي. دغه ځیرک موبایل پر پیاوړې بېټرۍ سربېره نورې هم ډېرې غښتلې ځانګړنې لري، خو په اړه يې ډېر معلومات نه دي خپاره شوي. انفېنېکس کمپنۍ وايي چې د چارج د پیاوړې او غښتلې ټکنالوژۍ په مرسته دغه ځیرک موبایل به یوازې ۱۰ دقیقو کې ٪۱۰۰ چارجېږي. له دې سربېره، دغه کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ځیرک موبایل کې داسې ټکنالوژي کارول شوې ده، چې د دغه چټک چارج له امله په بېټرۍ فشا نه راځي او نه ګرمېږي.