سامسُنګ لومړنۍ کمپنۍ وه چې ۱۰۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره يې جوړه کړه، خو دغه کامره تر ټولو وړاندې شیاومي کمپنۍ خپل ځیرک موبایل کې وکاروله. اوس سامسُنګ کمپنۍ ۲۰۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره باندې کار کوي او ډېر امکان لري چې دغه کامره به هم تر ټولو وړاندې د شیاومي کمپنۍ ځیرک موبایل کې وکارول شي. د نویو افشا شویو معلوماتو پر بنسټ، د سامسُنګ کمپنۍ دغه سېنسر کې به ۱۹۲ مېګاپکسله ریزلوشن موجود وي. د کامرې دغې سېنسر کارولو لپاره پیاوړي پروسېسر ته اړتیا ده. دغه کامره یوازې هغو ځیرکو موبایلونو کې چې د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر، سنپ ډراګن۸۹۵، ولري کارول کېدای شي. د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، شیاومي کمپنۍ به خپل راتلونکي تر ټولو غښتلي ځیرک موبایل کې د سامسُنګ کمپنۍ دغه کامره او د کوالکام کمپنۍ تر ټولو پیاوړی پروسېسر وکاروي.