د ملي امنیت ریاست وایي، په کابل کې يې هغه ۲۶ داعش جنګيالي نيولي چې د عاشورا پر مراسمو بريدونو ته يې تابيا نيولې وه.
د ملي امنیت عمومي رياست ویلي چې دغو کسانو غوښتل په کابل کې د عاشورا په ورځ ترهګريز بريدونه وکړي.
سرچينې زياته کړې، د افغانستان د ملي امنیت خاصو قطعو دغه کسان چې د مختلفو ولایتونو اوسېدونکي دي، په تېرو څلورو ورځو کې په کابل ښار کې نیولي دي.
د ملي امنیت د عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په نیول شويو کسانو کې عبدالله د سلطان زوی د داعش ډلۍ یو سرګروپ هم شامل دی.
له دې وړاندې هم ملي امنیت په کابل کې د داعش ډلې یوه څلور کسیزه ډله نیولې وه.
دغه کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې سبا په کابل او ځينو شيعه مېشتو ولايتونو کې د عاشورا ورځې د نمانځنې په مناسبت مراسم جوړېږي.
د محرم میاشتې او عاشورا ورځې د نمانځنې د مراسمو له پیل سره سم په کابل ښار کې د امنیت د څرنګوالي لپاره د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي ځکه په دې وروستیو کې په شیعه مېشتو سيمو کې د ترهګرو، په ځانګړي ډول داعش وسله والو بريدونو زور اخيستی دی.
حکومت د داعش د احتمالي بريدونو د مخنيوي په پار د امنیتي ځواکونو په څنګ کې د سیمې خلک هم وسله وال کړي څو د عاشورا د مراسمو امنيت وساتي.
د عاشورا مراسمو د امنیتي چارو کمېسیون ویلي چې د ۱۰۱ جوماتونو او تکیه خانو د ساتنې مسوولیت لا هم هغو ۵۰۵ کسانو ته سپارل شوی چې تېر کال وسله وال شوي وو.