بريټانيا د افغانستان په ګډون له يوشمېر هېوادونو سره خپلې مستقيمې مرستې کمې کړې دي. د بريتانيا د پارلمان د عوامو مجلس د راپور پر اساس د دې هېواد انکشافي بودجه څلور مليارده پونډه کمه شوې چې په پايله کې يې د افغانستان په ګډون له حبشې او يوشمېر نورو هېوادونو سره د دې هېواد مستقيمې مرستې کمې شوې دي. بل پلو بيا کابل کې د بريټانيا سفارت ويلي، چې هېواد یې له افغانستان سره انکشافي مرستو ته ژمنه ده چې سږ کال به هم له افغانستان سره ۱۰۰ ميليونه پونډه انکشافي او ۷۰ ميليونه پونډه له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړي.



































