ټوېټر کې د یو کاروونکي ټول تعقیبوونکي او مینهوال کولی شي د نوموړي ټویټ وګوري، ځواب ورکړي یا له خپلو نورو ملګرو سره يې شریک کړي. خو اوس ټوېټر کمپنۍ د ټویټ کولو نویو لارو معرفي کولو په اړه فکر کوي. د راپورونو پر بنسټ، ټوېټر اوسمهال په دغه برخه کې په دوو نویو ځانګړنو کار کوي چې کاروونکو ته یوازې ځانګړو خلکو ته د ټویټ کولو اسانتیا وړاندې کوي. لومړۍ ځانګړنه دا ده چې کاروونکي کولی شي د باوري ملګرو ځانګړنه فعاله کړي. د دغې ځانګړنې له فعالولو وروسته به یوازې د دغه کاروونکي باوري ملګري د نوموړي ټویټ ته لاسرسی ولري. دغه ځانګړنه د انسټاګرام په اسټوریز کې کلوز فرېنډز نومې ځانګړنې ته ورته ده او د ټوېټر اړوندې ادارې له لوري د دغې ځانګړنې تصویر هم خپور شوی دی. د دغې ځانګړنې پر بنسټ، هر کارکوونکی به د ټویټ کولو پر مهال دوه انتخابونه ولري. کاروونکی کولی شي د ټویټ پر مهال «ټول» یا «باوري ملګري» انتخاب کړي. اوسمهال په دغو ځانګړنو کار روان دی او کېدای شي نږدې راتلونکي کې کاروونکو ته وړاندې شي.