هڅه وکړئ چې د ژوند پر بې مانا اړخونو سترګې پټې کړئ. کله مو چې دا ډول پوچ مسایل له خپل ذهنه لرې کړل، هغه وخت به د خپل ځان لپاره د تفریح زمینه برابره کړی. ډېر به مو لیدلي وي، کله چې د لوبې یو ټیم لوبه بایلي، لوبغاړي یې څومره د غوسې او خپګان احساس کوي. دغه ډول که یې کله لوبه وګټله، نو خوښي یې بیا دوه برابره کېږي.
تاسو هم دا ډول یاست، که مو یو ځل د دې کړنې خوند ولید، نو له خپلې دې بریا به بې کچې خوند واخلی.
د ځان لپاره وخاندئ، د دې پر ځای چې پر ځان پورې وخاندئ:
په دې ډول شوخۍ سره کولای شی چې خپل ځان وپېژنی او پر دې پوه شی چې له انسانانو سره خطا ملګرې ده.
د خوښې وړ ټوکې مو واورئ: ډېر کسان له دې سره مینه لري چې ټوکې وکړي او یا له بل څخه غواړي چې ټوکې ورته واوروي.