د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چودري فواد ویلي د لومړي وزیر عمران خان مهم پلان دا دی چې له مرکزي اسیا سره د پاکستان سوداګري پراخه شي او ددې کار لپاره با ثباته او امن افغانستان ته اړتیا لري. د چودري په وینا پاکستان هڅه کوي د جګړې په ختمولو کې خپله همکاري وکړي ځکه با ثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی. دغه پاکستانی چارواکی داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې افغان حکومت پاکستان په افغانستان کې د نیابتي جګړې ملاتړی بولي او په دې باور دی چې دلته یې د خپلو ګټو لپاره د طالبانو په لاس جګړه روانه کړې ده.



































