نوکیا کمپنۍ خپل تر ټولو کلک ځیرک موبایل مینهوالو ته معرفي کړ. دغه ځیرک موبایل نوکیا اېکس ار۲۰ نومول شوی او هر ډول شدید موسمي بدلونونه زغملی شي. دغه ځیرک موبایل کې ۶٫۶۷ انچه مخپاڼه ورکړل شوې چې ګوریلا ګلاس وېکټس باندې پوښل شوې ده او له ۶ فوټه لوړوالي څخه غورځېدو سره هم نه ماتېږي. که څه هم اکثره کمپنۍ دغه ډول ځیرک موبایلونه د محدودو کاروونکو لپاره جوړوي، خو نوکیا کمپنۍ هیله څرګنده کړې چې دغه ځیرک موبایل به د عامو کاروونکو پاملرنه ځانته واړوي. د نوکیا کمپنۍ ځیرکو موبایلونو په اړه عام نظر دا دی چې دغه ځیرک موبایلونه ډېر کلک دي، خو نوکیا اېکس ار۲۰ د نوکیا کمپنۍ تر نورو ټولو ځیرکو موبایلونو کلک دی، چې هر ډول ناوړه او سخت شرایط زغملی شي. پر کلکوالي سربېره، دغه ځیرک موبایل له ۵جي څخه هم ملاتړ کوي او شاتنۍ برخه کې ۴۸ او ۱۳ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامرې لري. مخکینۍ برخه کې ۸ مېګاپکسله سېلفي کامره هم لري. دغه ځیرک موبایل کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۴۸۰ ډوله پروسېسر، ۶ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده.