روغتیایي کارپوهان وایي چې د سترګو د ښهوالي لپاره یوازې ګازرې نه، بلکې شفتالو هم ګټور وي، ځکه چې شفتالو د ویټامین اې لرونکې مېوه ده چې د سترګو کمزوري ختموي. دغه راز د بدن خراب کلیسترول کموي چې د زړه لپاره ګټور وي. شفتالو په طبیعي ډول د وینې جوړولو ځانګړتیا لري او په بدن کې د زهرجنو موادو پر وړاندې مقابله کوي او د انټي اکسایدو شتون یې د عمر په تېرېدو سره د پوستکي ګونځې ختموي، نو هڅه وکړئ چې په اوړي کې د شفتالو مېوه په خپلو خوراکي توکو کې شامله کړئ. شفتالو په خپل جوړښت کې لږه کالوري او ډېر غذایي توکي لري، چې په همدې سبب د بدن اصافي وزن کموي او له شفتالو څخه جوړه شوې جوشانده د خېټې چینجي ختموي، معده پياوړې کوي او ترڅنګ یې قبض او تبه هم ختموي. د سرطان مخنیوی کوي، د شکر لپاره ګټور وي، انسولین ښه کوي، د پوستکي د ښهوالي، ویښتو، نوکانو او د بدن د انرژۍ لپاره ګټور وي او د هغو ناروغیو خطر کموي چې د مړینې لامل کېږي او د ځیګر لپاره هم ګټور تمامېږي.