اوپو کمپنۍ د خپل اوپو واچ۲ لړۍ دوه نوي ځیرک ساعتونه مینهوالو ته معرفي کړل. دغو ځیرکو ساعتونو کې د وېیر۴۱۰۰ ډوله پروسېسر تر څنګ یو کاسټیوم اپولو۴ اېس پروسېسر هم ورکړل شوی چې د چارج ساتلو وړتیا غوره کوي. د دغه ځیرک ساعت ۴۶ ملي متره ماډل به په عادي کارولو سره ۴ ورځې او پاور سېور موډ کې تر ۱۶ ورځو پورې چارج وساتي. دغه ځیرک ساعت کې او او سي۲٫۰ ډوله چټک چارج ټکنالوژي هم کارول شوې، چې یوازې ۱۰ دقیقو کې دغه ساعت دومره چارجوي چې کاروونکی يې د یوې ورځې لپاره کارولی شي. د اوپو واچ۲ دواړې بڼې به ۴۲ ملي متره او ۴۶ ملي متره بڼې ولري. د دغه ساعت ۴۲ ملي متره بڼه کې ۱٫۷ انچه مخپاڼه ورکړل شوې ده. د دغه ځیرک ساعت ۴۲ ملي متره یوازې بلوتوت بڼې بیه ۱۳۰۰ چینايي یوان او ۴۲ ملي متره سیمکارت لرونکې بڼې بیه ۱۵۰۰ چینايي یوان ټاکل شوې ده.