د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ملي امنيت اړوند صفر -۲ قطعې يې په سيمه کې عمليات کړي او ۱۶ ملګي وکړي يې وژلي دي.
د شېرزادو ولسوالۍ یوه قومي مشر مجید خوږیاڼي رسنيو ته ويلي چې دغه عملیات وړمه شپه د یادې ولسوالۍ په ډیسار سیمه کې شوي دي. هغه وايي چې په وژل شویو کې پنځه ماشومان، درې سپین ږیري او شپونکيان شامل دي.
د مجيد خوګياڼي په خبره چې په وژل شويو کې هېڅ وسله وال کس نشته.
خوږیاڼی زیاتوي، که حکومت د دغه ډول ړندو عملیاتو مخه ونه نیسي؛ نو ولسي احتجاجونه به راوپاروي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې عملیات د ولایت له همغږۍ پرته شوي او دوی یې اوس څېړنه پیل کړې ده.
هغه د وژل شویو کسانو د شمېر او هویت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياتوي چې په دې اړه نور معلومات به وروسته د رسنيو له لارې له خلکو سره شريک کړي. تر وړاندې هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملي امنیت صفر – دوه ځانګړې قطعې د عملیاتو پر مهال د وسله والو تر څنګ ملکیان په نښه کړي چې د ولسي خلکو غبرګونونونه یې راپارولي دي.
څه موده مخکې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم پر دغو ځواکونو تور پورې کړی و چې د قوماندې مرجع يې ناڅرګنده ده او په مختلفو ولايتونو کې د حزب اسلامي د قوماندانو پر کورونو عمليات کوي.