افغان حکومت د بشري حقونو د نقض په اړه د نړیوالو بنسټونو له راپورونو هرکلی کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پر بشري حقونو د څار د نړیوالې ډلې د راپور هرکلی کوي او ددې غوښتونکي دي چې نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض اسناد راټول کړي او شوې ادعاوې مستندې کړي. د بهرنیو چار وزارت وایي نړیوال بنسټونه باید په افغانستان کې د طالبانو پر وروستیو کړنو سترګې پټې نه کړي او په اړه یې دې مستند راپورونه نړیوالو ته وړاندې کړي. د بشري حقونو په برخه کې فعال بنسټونه وایي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې ملکي وګړي وژل شوي، بشري حقونه نقض کېږي او په جګړو کې یې عامو خلکو ته زیانونه اوړي. طالبانو بیا ویلي چې دا یې پر وړاندې تبلیغات دي.